پکتیا کې د ۴۰زره ټنه مڼو حاصلاتو ترلاسه‌کېدل؛ بڼوال یې ساتنې او خرڅلاو ته اندېښمن دي

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، چې د دوی په خبره له مرکز او ځینو ولسوالیو «۴۰۰۰۰» څلوېښت زره ټنه د مڼو حاصلات تر لاسه شوي دي، چې ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مومند خروټي اطلاعات روز سره په خبرو کې یې د زیاتوالي لامل د متراکمو او عادي بڼونو جوړول او د ناروغیو مخنیوی یادوي.

نوموړي وویل، دا حاصلات د دې ولایت په مرکز ګردېز، احمدابا، سیدکرم او ځینو نورو سیمو کې تر لاسه شوي دي.

هغه وویل: «سږ کال زمونږ د راټولو کړیو شمېرو له مخې چې د مڼو حاصلات دي، ۴۰۰۰۰ زره ټنو ته رسیږي، د سلنې له مخې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي، نو دا یو ښه زېری دی او مونږ به هڅه کوو، چې بڼوالو ته اړین خدمات برابر کړ، تر څو په راتلونکي کال  کې دغه شمېر نور هم ډېر شي.»

د مومند په خبره، چې په تېرو دوو کلونو کې د کرنې ریاست له لوري د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې په موخه ۳۶۰ سړې خونې هم جوړې کړي دي.

هغه وايي، د مڼو او نورو پیداوارو د ساتنې لپاره پلان لري، چې په مرکز او احمدابا ولسوالۍ کې د هغو دوو لویو سړو خونو چارې چې نیمګړې پاتې دي، بشپړې کړي.

نوموړی وايي: «مونږ د کرنې په بېلابېلو برخو کې ۳۶۰ سړې خونې جوړې کړې او ځینې یې تر کار لاندې دي، نو پلان مو دا دی، چې د مڼو او نورو حاصلاتو د ساتنې او خرڅلاو لپاره کوټلي ګامونه واخلو، تر څو وکولی شو، چې له همدې اړخه د خپل هیواد اقتصاد نور هم غني کړو.»

د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مومند خروټي اطلاعات روز سره په خبرو کې یې د زیاتوالي لامل د متراکمو او عادي بڼونو جوړول او د ناروغیو مخنیوی یادوي.

په همدې حال کې د پکتیا ولایت بڼوال هم له سږ کال حاصلاتو خوښ دي، خو اوس یې ساتنې او خرڅلاو ته اندېښمن دي او له اړونده ادارې غوښتنه کوي، چې د بازار موندنې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د مرکز ګردېز اړوند بالادې سیمه یو تن بڼوال امېد احمد اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په خپله ځمکه لسګونه د مڼو ونې کرلې دي، چې له ښیې پالنې وروسته یې سږ کال ښه نتیجه هم ورکړې ده.

امېد وايي، د پکتیا مڼې د نورو ولایتونو په پرتله ښه اوبه او ذایقه هم لري، چې د ډېرو پام یې ځان ته راړولی دی.

هغه داسې وايي: «په رښتیا هم چې سږ کال زمونږ مڼو ډېر ښه حاصلات ورکړي او شاید دوه لاملونه یې وي، یو خو د ونو ناروغۍ ډېره نه وه او بل مونږ یې ښه پالنه هم وکړه، پخوا به چې زمونږ ونو مڼې کولې، نو تخم به یې کوچنی و، دا ځل یې تخم هم غټ دی، نو که همکاري وشي، شاید نور هم دغه حاصلات زیات شي.»

په احمدابا ولسوالۍ کې بڼوال ظریف جان بیا د کرنې ریاست په نه همکارۍ نیوکه کوي او وايي، چې له دوی سره د سړو خونو او نورو وسایلو ژمنه شوې وه، خو د کال په تېرېدو بیا هم سړې خونې جوړې نه شوې او نه هم ورته د ونو درمل او نور وسایل ورکړل شول.

امېد وايي، د پکتیا مڼې د نورو ولایتونو په پرتله ښه اوبه او ذایقه هم لري، چې د ډېرو پام یې ځان ته راړولی دی.

جان وویل: «مونږ سره کرنې ریاست هغه چې لازمه ده، همکاري نه دی کړې، مونږ د ونو ناروغیو د مخنیوي لپاره درملو ته ضرورت درلود، چې دوی را نه کړل، د دوا پاشي برخه یې هم راسره د پمپونو ورکړې برخه کې هیڅ اقدام ونه کړ، که له چا سره یې کړې هم وي، یا به یې ورسره اړیکه درلوده او یا به هم دوی ته په کې فیصدي ورکړل شوې وي.»

نوموړی د دې تر څنګ اندېښمن دی او وايي، که یې د حاصلاتو ساتنې او خرڅلاو برخه کې اړونده ریاست همکاري ونه کړي، د ګټې پر ځای به یې تاوان زیات شي.

هغه وايي، تېر کال هم د مناسب بازار نه شتون له امله د ګڼو بڼوالو مڼې له منځه لاړې او ځینې یې په نیمه بیه خرڅې کړې.

ښاغلي ظریف جان وویل: «خوشبختانه چې سږ کال مو د مڼو حاصلات ښه و، خو اوس مونږ دې ته اندېښمن یو، چې کوم ځای کې به یې وساتو او هم به یې چېرې په مناسبه بیه خرڅ کړو، خو په دې کې کرنې ریاست او د سوداګرۍ خونې زیات رول لري، چې د خرڅلاو برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي، تر څو یې په ښه بیه خرڅ کړو.»

د موسمي اورښتونو کمښت، د ناروغیو په وړاندې د مناسبو درملو نشتون او د بازار پیکه حالت هغه لاملونه دي، چې هر کال ورسره بڼوال مخ وي او نه شي کولی، چې د کال له کړې خواري ښه ګټه تر لاسه کړي، که د پکتیا مڼو لپاره د ساتنې او خرڅلاو ستونزه هواره شي، نو په اقتصادي پیاوړتیا کې به رغنده رول ولوبوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه