کندهار کې لا هم په دودیزه بڼه له انګورو «ابجوشې» جوړیږي

اطلاعات روز: ابجوشې چې په نړیواله کچه خاص شهرت لري له يو ډول سختو انګورو څخه په لاس راځي. د کندهار باغ لرونکي وايي، سږکال یې د وچکالۍ سره-سره د ابجوشو حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات دي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مسوولین وایي ترلاسه شوي ابجوشې به سږ کال بياهم د يو شمير اسيايي او عربي هېوادونو مارکيټونو ته واستول شي.

د دې ولایت په پنجوايي، ډنډ او ځينو نورو ولسواليو کي د ابجوشو د وچولو لپاره لوی لوی میدانونه جوړ شوي دي چې په دې موسم کې پرې انګور وچیږي او وروسته ترې ابجوشې جوړیږي چې دا بېلابېلې مرحلې لري.

کندهارۍ ابجوشې چې په نړيواله کچه ښه بازار لري، بڼوال يې مارکيټ ته له وړاندې کولو مخکې پر هوارو ميدانونو په دوديزه بڼه چمتو کوي.

عبدالبصير د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د «نو-دهې» په کلي کي د خپلو اولادونو سره یو ځای د انګورو په داغولو بوخت دی.

نوموړی وايي د «ایته» په نوم له یو ډول انګورو څخه ابجوشې جوړیږي، چې د ځانګړي خوند او کيفيت څخه برخمنې دي.

عبدالبصیر زیاتوي: «لومړی انګور په باغ کې دانې کوو، بیا دلته کوډلې ته راوړو، له هغه وروسته بیا د جوش یا پخولو مرحله ده، لومړی په جوش اوبو کې وینځل کېږي، په تیزابو کې جوش ورکول کېږي، وروسته پر پاکه ځانګړې ځمکه لمراو باد ته هوارېږي او تر هغه وروسته په ځانګړو کارټنونو کې بسته کېږي او لېږل کېږي.»

عبدالبصير د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د «نو-دهې» په کلي کي د خپلو اولادونو سره یو ځای د انګورو په داغولو بوخت دی.

د عبدالباقي په نوم يو بل بڼوال بيا وايي، چي سږکال د وچکالۍ سره-سره  کندهار کې زياتې ابجوشې پروسس شوي او تمه لري، چې په کورنیو او بهرنیو مارکيټونو کې به یې بازار هم مناست وي.

عبدالباقي زیاتوي: «که څه هم سږ کال طبعي افتونه زیات و، وچکالي وه، جګړه وه، خو بیا هم زموږ حاصلات ښه دي او انشاءالله موږ به ښه عاید تر لاسه کړو.»

د کندهار د سوادګرۍ خونې مسوولين هم وایي، چې سږ کال کندهار کې د انګورو څخه زياتې ابجوشې په لاس راغلي، چې له  ۱۳ زره ټنه څخه زياتې به يې د پاکستان او هند په ګډون د متحده عربي اماراتو مارکيټونو ته واستول شي.

د سوداګرۍ خونې غړی عبدالباقي بنا زیاتوي: «د کندهار ابجوشې چې د وچې مېوې هر مارکېټ ته رسېدلي، هلته یې ځانګړي علاقمندان پیدا کړي، آن دا په نړيوالو مارکېټونو کې د «طلايي کشمشو» په نوم یادېږي او ښه بازار لري.»

پنجوایي، ژړۍ او ميوند د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې سږ کال يې د انګورو باغونو د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زیات حاصلات ورکړي دي.

مسوولين وایي هڅه کوي، د کرنيزو محصولاتو لپاره د سیمې نوو مارکيتونو ته لار پېدا کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه