د پاسپورټونو وېش لړۍ پیلېدل؛ په پخواني نوم او لوګو وېشل کېږي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وایي، د پاسپورټونو ریاست خپل کار پیل او د پاسپورټونو د لړۍ وېش رسمآ پیل شو.

ښاغلي خوستي نن (سه‌شنبه، ۱۳ د تلې) په یوې خبري ناسته کې وویل چې دغه لړۍ له همدې نن څخه رسمآ پیل شوه او لومړی به د هغو پاسپورټونو چارې پیلوي چې له وړاندې یې بانکي حسابونه چې شمېر یې ۲۵ زرو ته رسېږي، خلاص کړي دي.

ښاغلي خوستي وویل چې له دې وروسته به د زمري له ۲۴مې راوروسته لیست ترتیب او اعلانوي به چې له همدې مخې به خلکو ته د پاسپورټونو لړۍ وېش ته دوام ورکوي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې په نوبت کې د شاملو وګړو وراخوا ځینو خلکو ته چې بېړنۍ اړتیاوې لري، هم په ورته وخت کې به ورته پاسپورټونه ورکړي.

ښاغلي خوستي دغه ډله کسان چې بېړني پاسپورټونه به ورته ورکول کېږي په لاندې ډول یاد کړل.

هغه بېړني ناروغان چې کوردننه یې درملنه نه کېږي او په ناروغي یې په ثبوت ورسېږي.

د دولتي ادارو هغو کارکوونکو ته د پاسپورټ اسانتیا ورکول چې د رسمي سفرونو لپاره د اړونده ادارو له خوا پېژندل کېږي.

د معتبر سوداګریز جواز وړاندې کولو او د صنعت او تجارت وزارت له معرفي‌کېدو وروسته، ملي سوداګرو ته د پاسپورټ اسانتیا ورکول.

هغو غوښتونکو ته د پاسپورټ اسانتیا ورکول چې د کوم هېواد اقامه یا دعوتنامه ولري.

د مجاهدینو او ملکیانو ټولو زخمیانو ته په خاصو حالاتو کې د پاسپورټ اسانتیا ورکول.

هغو محصلینو ته چې رسمي بورسونو ته ورپېژندل کېږي، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له تایید وروسته د پاسپورټ اسانتیا ورکول.

د پاسپورټ ریاست پرسونل او د کورنیو غړیو ته یې د پاسپورټ اسانتیا ورکول.

هغه لوبغاړو ته چې نړیوالو لوبو کې برخه اخلي او له اړونده ادارې څخه رسمي غوښتنلیک ولري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، پاسپورټونه به په پخواني نوم یانې د افغانستان اسلامي جمهوریت او لوګو وېشل کېږي. نوموړي وویل دا کار د لنډ مهال لپاره د خلکو اړتیاوو ته په کتو کېږي او وروسته به بیا د نوم او لوګو د بدلون په اړه د طالبانو مشران پرېکړه کوي.

که څه هم ښاغلي خوستي و نه ویل چې پاسپورټونه به لکه د پخوا په څېر یوازې په برښنایي پېژندپاڼو ورکوي او که به په کاغذي پېژندپاڼو هم، خو ویې ویل چې د برښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به هم ژر پیل شي.

ښاغلي خوستي همدارنګه وویل چې دوی تر یو مېلیون چاپ شوي پاسپورټونه لري او په وینا یې چې تر څو میاشتو د نویو پاسپورټونو چاپ ته اړتیا نه پېښېږي.

د ده په وینا چې مخکیني حکومت په ورځ کې درې زره پاسپورټونه اجرا کول خو دوی به د ورځې شپږ زره پاسپورټونه اجرا کړي. نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي د خلکو اړتیاوو ته په کتو د شپې له‌خوا هم کار وکړي او په یوه ورځ شپه کې لا ډېر پاسپورټونه اجرا کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې دوی له مشرتابه پرته د دې ریاست هېڅ کارکوونکی نه دی بدل کړی او ټول یې ورغوښتي دي. هغه زیاته کړه چې ښځینه کارکوونکي یې هم ورغوښتي چې دې کارکوونکو او ښځینه پاسپورټ غوښتونکو ته یې جلا ځای جوړ کړی دی.

ښاغلي خوستي وویل، چې کار ته د همدې ریاست د ښځینه کارکوونکو ورغوښتنه یوه بېلګه ده او دوی به ټولو هغو ادارو کې چې ښځینه کارکوونکو ته په کې اړتیا ده، ورغواړي. همدارنګه په وینا یې چې له ټولو کادرونو چې د ده په وینا پانګونه پرې شوې، هم د خپل مسلک سره سم پر دندو ګمارل کېږي.

نوموړي د دې ریاست د کارکوونکو د معاشونو په اړه که څه هم کره نېټه یاده نه کړه خو زیاته یې کړه چې ژر به اجرا شي.

ښاغلي خوستي همدارنګه وویل چې فساد او د زر او زورواکۍ وخت تللی او زیاتوي چې په دې ریاست او نورو ادارو کې به حق حقدار ته ورکول کېږي او زیاتوي چې فساد او زورواکي نوره نه چلېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه