له ګاونډیانو د افغانستان غوښتنه: د سیاسي بدلونو نظر کې نیولو پرته سوداګریزې اړیکې غښتلې کړئ

اطلاعات روز: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د سیاسي بدلونونو نظر کې نیولو پرته، افغانستان سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکړي او لا یې غښتلې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (دوشنبه، ۱۲ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ ټکني‌کېدو د افغانستان پر سوداګرۍ او اقتصاد ناوړه اغېز کړی او که همداسې دوام وکړي، ښایي بدې پایلې ولري.

اعلامیه وایي، په هېواد کې وروستیو سیاسي بدلونونو د هېواد ګاونډیو هیوادونو چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې لوی شریکان دي، په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د سوداګرۍ بهیر اغیزمن او ګډوډ کړی دی.

د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو نشتوالي د افغانستان په بازارونو کې د عرضې او تقاضا پروسه اغیزمنه کړې، او د ټولو توکو په ځانګړي ډول د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه په افغان بازارونو کې لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه زیاتوي چې دغه حالت نه یواځی سوداګرو، بلکې مصرفوونکو ته هم زیان اړولی دی. له همدې امله دوی پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان، ښکیلو ادارو او د ګاونډیو هېوادونو سوداګریزو اتاقونو څخه غواړي چې افغانستان سره، د سیاسي بدلونونو په نظر کې نه نیولو سره د نیکو سوداګریزو اړیکو دوام او غښتلتیا او د سوداګرۍ په برخه کې لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې، د پخوا په پرتله لا ډیرې هڅې ترسره او کوټلي ګامونه پورته کړي، ترڅو له یوه پلوه سوداګري کمه نه شي او له بل پلوه د ګران هېواد شریف خلک لا پسی ډیر زیانمن نه شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلامیه په دوام کې وایي، دا چې د ژمي موسم مخ په رارسیدو دی، د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو لپاره تقاضا مخ په ډیریدو ده، او د دې توکو عرضه د بانکدارۍ ستونزو، تبادلې نرخ بې ثباتۍ، او یا هم له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو کمیدو له امله یا په ټپه ولاړه او یا هم کمه شوې ده.

اعلامیه زیاتوي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ  نشتوالي د افغانستان بازارونو ته د اړینو توکو واردولو او رسولو پروسه په «شدید» ډول اغیزمنه کړې ده او احتمال لري چې په نږدې راتلونکي کې د خامو موادو او پټرولیم محصولاتو بیه نوره هم لوړه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه