ننګرهار کې سږکال د زیتونو حاصلات ۳۰ سلنه زیات اټکل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، اټکل يې کړی چې سږکال به د دغه ولايت د زيتونو له باغونو څخه ۸۶۵ ټنه د زيتونو دانې راټولې کړي چې دا د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

د ننګرهار کانال رياست وياند سید همايون غريبمل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تېر کال د زيتونو باغونو ته ځانګړې پاملرنه شوې او همدا لامل دی چې سږکال به یې حاصلات لوړ وي.

د ښاغلي غریبمل په وينا، د دغو زيتونو له ۱۰ ټنه څخه يې اچار جوړېږي او پاتې ۸۵۵ ټنه څخه به د زيتون تېل توليد شي.

سید همایون غریبمل زیاته کړه: «سږکال به د ننګرهار د کانال ریاست اړوند د زیتونو له باغونو څخه ۸۶۵ ټنه زیتون حاصلات ترلاسه کړي، چې دا حاصلات د تیرو شلو کلونو په پرتله په بیساري ډول زیات دي یعنې تیر کال پنځه سوه ټنه حاصلات و، خو سږکال به یې حاصلات د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات وي او د حاصلاتو د زیاتوالي لامل یې د زیتونو د باغونو ښه پالنه ده.»

نوموړی وایي، د ننګرهار زيتون د سيمې په کچه د کيفيت له اړخه ځانګړی نوم لري چې هر کال ترې د پام وړ عوايد تر لاسه کېږي.

د ښاغلي غریبمل په وينا، د دغو زيتونو له ۱۰ ټنه څخه يې اچار جوړېږي او پاتې ۸۵۵ ټنه څخه به د زيتون تېل توليد شي.

غریبمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په تېرو درېيو لسيزو کې د کورنيو جګړو له امله د کانال اړوند په ۱۳۸۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه تخریب شوي وو، خو لا هم د کانال اړوند ۱۷۰۰ هکتاره ځمکه باندې زيتون ولاړ دي.

سید همایون غریبمل زیاته کړه: «د کانال اړوند د زیتونو له باغونو یې نیمایي د جګړو پر مهال تخریب شوي یعنې ویلی شو چې په ۱۳۸۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه تخریب شوي، خو لا هم د کانال ریاست اړوند په ۱۷۰۰ هکټاره ځمکه باندې زیتون شتون لري او په دې باغونو کې سلګونه کسان په کار بوخت دي او دوی ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.»

د زيتونو په فارمونو کې په کار بوخت کارګر نور احمد اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، که د اړتیا وړ وسایل ورکړل شي تمه لري، چې حاصلات به یې په راتلونکو کلونو کې له دې هم لوړ وي.

د هغه په وینا باغونه خوندي نه دي او د ناسم پوهاوي په وجه ځينې مال څروونکي او ماشومان د زيتونو د ونو ښاخونه د خاشاکو او د مالونو د خوړلو په خاطر راماتوي.

د زيتونو په فارمونو کې په کار بوخت کارګر نور احمد اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، که د اړتیا وړ وسایل ورکړل شي تمه لري، چې حاصلات به یې په راتلونکو کلونو کې له دې هم لوړ وي.

نور احمد زیاته کړه: «که چیرې د طالبانو شته نظام د کانال ریاست اړوند ځمکو کې د زیتونو ونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او مونږ ته ځانګړي وسایل په واک کې راکړي نو تمه مو دا ده چې هر کال به د زیتونو حاصلات زیاتیږي او دې برخه کې به شته ستونزې حل شي او د دې تر څنګ ځینو ساحو کې د زیتونو ونې د ځایي خلکو له لوري وهل کیږي او له همدې امله د زیتونو ونو ته زیان اوړي.»

په ننګرهار کې د زيتونو د توليد فابريکه چې د همدغو باغونو له جوړېدو سره يو ځای جوړه شوې د معلوماتو له مخې، پخوا په دې کارځای کې ۱۵۰۰ کسان پر کار بوخت و، خو اوس دا کچه تر پنځوس کسانو راټيټه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه