اطلاعات روز: په هلمند کې طالبانو په نشهیي توکو د اخته ۱۰۰۰ کسانو د درملنې په موخه عمليات پیل کړي دي چې تردا مهاله يې ۷۰۶ په نشهیي توکو روږدي کسان نيولي دي او زندان ته يې اچولي دي.
د هلمند د مرکزې زندان مشر بهاوالدین عاطف وايي په نشهیي توکو روږدي دغه کسان یې د هلمند مرکز لښکرګاه او شاخوا سيمو څخه راټول کړي دي.
نوموړی وايي په نيول شوو کسانو کې چې ۴ تنه په کې ښځې دي، د درملنې لپاره به ۶ مياشتو پورې په زندان کې وساتل شي.
ښاغلي عاطف وویل: «اوس مهال په دغه زندان کې ټول ۷۰۶ تنه په نشهیي توکو روږدي کسان موږ ساتلي دي چې د دغه له جملي څخه ۴ ښځې دي او ځېني د نشهیي توکو د پلورنځيو خاوندان هم شته، دوی به ۶ مياشتې په دغه زندان کې د درملني په موخه ساتل کيږي.»
بهاوالدین عاطف وويل په نشهیي توکو د روږدي کسانو لپاره ياد محبس د ۱۰۰۰ تنو بنديانو ظرفيت لري او دوی هڅه کې چې په شاخوا اطرافو کې پاته په نشهیي توکو روږدي کسان هم ونيسي.
هغه اطلاعات روز ته وويل چې په ياد محبس کې تر دا مهال د ۳۳۰ په نشهیي توکو روږدو کسانو درملنه شوې ده او په خبره يې چې د نيول شوو کسانو درملنه د محبس د روغتيايي ډلې لخوا ترسره کيږي.
د عاطف په خبر په نشهیي توکو اخته هغه کسان چې روغتيايي حالت يې د انديښني وړ وي نورو روغتيايي مرکزونو ته به يې انتقال کړي.
هغه وویل: «دغه محبس د ۱۰۰۰ تنه په نشي توکو اخته کسانو ظرفيت لري موږ اوس هم د پاته کسانو د نيولو هڅي رواني کړي دي په نشهیي توکو اخته هغه کسان چې روغتيايي حالت يې د انديښني وړ وي دښه درملني په موخه به د هلمند بُست روغتون او يا هم د کندهار ميرويس روغتون ته انتقال شي.»
د طالبانو لخوا نيول شوي کسان په نشه د اخته کيدو لامل اقتصادي ستونزې، د ناسمو کسانو سره ناسته پاسته، بهرني قاچاقي سفرونه او دې ته ورته نور لاملونه په ګوته کوي.
ددغه کسانو له ډلې څخه ۱۵ کلن عبدالرحمن او ۱۳ کلن رفيع الله اطلاعات روز ته وويل د پلار تر مړيني وروسته خپل اکا هڅولی او په نشهیي توکو اخته شوی دی.
هغه وویل: «موږ په نشه نه پوهیدو کله چې مو پلار وفات شو بیا خپل اکا نشو کولو ته وهڅولو څو میاشتې کیږې چې نشي کوو اکا مي مخکني حکومت کې پولیس وه اوس زما اکا او موږ هم دلته بندیان یو اوس ترپخوا ښه شوي یو.»
يو شمير نور نيول شوي کسان بیا د طالبانو له دغه ډول کړونو څخه خوښ دي او زياته وي چې که درملنه يې وشي او له نشهیي توکو خلاص شي په راتلونکي کې به بیا دوی د نشهیي توکو کاره کولو ته زړه ښه نه کړي.
دوی غوښتنه کوي چې په ښار کې د نشي توکو پلورونکي دي ونيول شي ترڅو نشهیي توکو ته لاس رسی سخت شي.
په ښار کې د نشهیي توکو پلورونکو تردي مخکي په ښکاره د نشي توکو پير او پلور کولی او د خلکو په باور که د نشي توکو پر پیر او پلور بنديزونه ولګول شي په نشهیي توکو د اخته کسانو شمير به هم ورسره کم شي.
