اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژنده وسله والو د یو پخواني خبریال په ګډون درې تنه وژلي دي.
د جلال اباد ښار اړوند دریمه ناحیه کې «پنځم واټر پمپ» سره نږدې تېر ماښام (شنبه، ۱۰ د تلې) وسله والو په یوه برید کې درې تنه ووژل او یو ماشوم یې ټپي کړ.
په برید کې پخوانی خبریال سید معروف سادات چې له کلونو راهیسې د کلو او پراختیا ریاست د مطبوعاتو مسول و، هم وژل شوی او د نوموړي زوی سخت ټپي شوی دی.
دوه نور وژل شوي بیا طالبان دي.
د ننګرهار روغتیایي چارواکي د نوموړي د زوی حالت د اندېښنې وړ بولي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
جلال اباد ښار کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخستی او عام خلک بیا له طالب چارواکو د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.
