ارزګان کې یو ماشوم د اووشو لوبې روزونکی دی

اطلاعات روز: عصمت الله بارک چې ۱۵ کاله عمر لري له تېرو پنځو کلونو راهیسې په مرکز ترينکوټ کې د اووشو لوبي اړوند په یوه کلب کې د روزونکي مسوولیت پر غاړه لري.

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې يوازينی کم عمره روزونکی عصمت‌الله بارک دی، چې لسګونه شاګردان یې په دې برخه کې روزلي دي او لاهم ادامه ورکوي.

هغه وايي له تېرو څو کلونو راهیسې یې لسګونه ځوانان د اووشو لوبو لپاره چمتو کړي دي او لاهم په دغه برخه کې ځوانانو ته زده کړې ورکوي.

عصمت الله وايي د ورزش  لپاره هر وخت مناسب دی اوخلکو ته په کار ده چې د روغتيا د سالمې ساتنې لپار تل ورزش وکړي.

عمصت الله بارک وويل: «زه ۱۵ کاله عمر لرمه زه په مرکز ترينکوټ کې د اووشو د يوه کلب استاد يم، تراوسه پورې ما په لسګونه ځوانانو ته د ورزش په برخه کې روزنه ورکړې ده. پنځه کاله کېږي چې زه دلته د روزونکي په صفت کار کومه زما نورو ماشومانو او ټولو خلکو ته پیغام دی چې ورزش عمر پورې اړه نه لري، په هر وخت کې د روغتيا لپاره ورزش کول ګټه لري، هر څوک بايد په ځان باور پیدا کړي او د ورزش لوبې وکړي.»

د اووشو د لوبو دغه ماشوم روزونکی وايي په ژوند کې لوی ارمان لري چې د اووشو لوبو په برخه کې د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړی شي او د هېواد لپاره اتلولي وګټي.

نوموړي چې د بېلابېلو ارګانونو څخه يې تصديق ليکونه او ستاينليکونه هم ترلاسه کړي دي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ارزګان کې د اووشو لوبو د ودي لپاره کار وکړي.

د اووشو د لوبو دغه ماشوم روزونکی وايي په ژوند کې لوی ارمان لري چې د اووشو لوبو په برخه کې د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړی شي او د هېواد لپاره اتلولي وګټي.

عصمت الله بارک زياته کړه: «زه يو ارمان لرمه چې زه د افغانستان په ملي لوبو کې لوبې وکړمه ما د رسمي او غيري رسمي ادارو څخه په لسګونه ستاينليکونه او تصديق ليکونه هم ترسره لاسه کړي دی چې دا زما لپاره د وياړ خبره ده، له حکومت څخه غواړمه چې موږ ته د ورزش په برخه کې زموږ حق راکړي موږ يوازې خپل حق غواړو فقر نه غواړو.»

۲۴ کلن عبدالقدوس چې د تېرو څو کلونو راهیسې په دغه کلب کې د عصمت الله لخوا ورته ورزشي تمرين ورکول کيږي وايي چې عصمت الله بارک د اووشو په برخه زياته تجربه لري او له زیاتو ښوونکو ښه پوهېږي.

عبدالقدوس وويل: «زه له تېرو دوو کالونو راهیسې په دغه کلب کې لوبې کومه عصمت الله جان زموږ روزونکی دی ډير ښه روزنه لوبغاړو ته ورکوي، موږ ترې ډېر خوښ یو، هیله مو داده چې استعدادونه ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.»

ارزګان هغه ولايت دی چې د پخوا په پرتله په کې د ورزش برخې وده کړې ده او ډېر شمېر ځوانان په بېلابېلو لوبو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه