هلمندیان: پاکستاني ملیشو افغان خاوره لاندې کړې، طالبان دې یې مخنیوی وکړي

اطلاعات روز: د هلمند اوسيدونکي د طالبانو له امنيتي مسوولينو غواړي چې د ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران سره دې پر ګډه پوله ځواکونه ځای پر ځای کړي، ترڅو د غيرې قانوني اووښتلو مخه ونيول شي.

خلک وايي په تيرو وختونو کې پاکستاني مليشو هلته په سيمه کې يو لړ تاسیسات جوړ کړي او افغان خاوره يې لاندې کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستاني مليشو د پرمختګ مخه دې ونيول شي.

دوی وایي: «ایران زموږ سره د اوبو پرسر ستونزه لرې او د دغه هیواد مخه باید ونیول شې او مهمه داده چې منظم ځواکونه باید هلته ځای پرځای شې ترڅو ګاوندي هیوادونه وپوهيږي چې پر پوله افغان سرتيري شتون لري.»

په هلمند کې امنيتي مسوولين وايي د ګاونډيو هېوادونو سره د پولې ساتلو لپاره بشپړ چمتوالی لري. د هلمند امنيه قومندان دعوت مولوي وايي د هلمند او ګانډيو هېوادونو سره پر پوله يې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او هيڅ بهرني هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د خپلو شخصې ګټو په هدف وکاروي. 

دی وایي: «د هلمند ولایت په سرحدي سیمو کې موږ پوره ځواکونه لرو، هلته مسوولین د سرحدي سېمو څخه پوره ساتنه کوي او هلته کومه داسې د تشویش وړ خبره نشته.»

هلمند ولايت د پاکستان سره نږدې پوله لري او ډير وخت اندېښنې وې چې په قاچاقي توګه له دغه ولايت څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان تګ راتګ کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه