خبریال: حبیب الله سراب
له شاوخوا دوو میاشتو ځنډ وروسته د ګردېز – زرمت په غځېدلي سړک د رغونې چارې پیل شوې، خو دا ځل یې د پاتې برخې کارونه طالبانو په غاړه اخیستي دي.
د دې سړک یوه برخه په تېر نظام کې رغول شوې، چې وروسته یې چارې د سختو امنیتي ستونزو له امله وځنډېدل، خو اوس له امنیتي خنډونو پرته په کې د تندر قول اردو او ټولګټو چارو ریاست اړونده ماشنګري په کار اچول شوې ده.
په دې کار د سیمې او په همدې لویه لاره د زرمت، پکتیکا او غزني ولایتونو اوسېدونکي خوښ دي او په ښه کیفت یې ټینګار کوي.
عبدالرشید له ګردېزه د دې ولایت زرمت ولسوالۍ ته په لاره له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې دوی پخوا د امنیتي ستونزو او لارې خرابوالي له امله دې ته زړه نه ښه کاوه، چې زرمت ولسوالۍ ته دې سفر وکړي، نوموړی زیاتوي، چې اوس له کومې ستونزې پرته په دې لاره تګ او راتګ کوي.
هغه وویل: «په دې سړک به چې مونږ تعمیر بازار ته تلو، نو له ډېرو مشکلاتو سره به مخ و، لاره خرابه وه، په لاره کې ماینونه و او هم نورې ستونزې موجودې وې، اوس چې وینو، د دې لارې زیاته برخه جغل شوې او هواره شوې ده، نو هیله لرو، چې پاتې برخه یې هم په ښه او ساسي ډول ورغول شي.»
په همدې لاره موټر چلوونکی نظر محمد هم د ګردېز – زرمت لارې رغونې لپاره خوښ دی، هغه وايي، که یې چارې په ښه کیفیت ترسره نه شي، نو نږدې وخت به یې بیرته رغول شوې برخې ویجاړې او کنډ کپر شي.
نوموړی وايي: «دا ډېره ښه ده، چې کار پرې روان دی، خو دا کار باید په ښه کیفیت ترسره شي، ځکه د دې سړک کومه پنځه کیلو مټره په تېر نظام کې رغول شوې ده، مونږ یې له کارونو او کیفیت خوښ یو، نو له طالبانو هم د ورته کار تمه لرو، تر څو یې په اساسي ډول ورغوي.»

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېر کې د دې سړک خرابوالي له امله د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ ډیری ناروغانو به روغتون ته په لاره ساه هم ورکوله.
دوی وايي، له کله راهیسې یې چې په سیمه کې امنیت ټینګ شوی او د دې سړک چارې پیل شوې، کارو بار یې هم وده کړې ده.
د زرمت ولسوالۍ د استوګنې سیمې اوسېدونکي محمد نبي چې په همدې لاره د پنچري دوکان لري، اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د جګړو له امله یې کارونه خورا پیکه و، هغه زیاته کړه، چې د سړک له رغېدو وروسته یې ګټه وټه هم زیاته شوې ده.
نبي وايي: «زه دلته د استوګنې په سیمه کې د پنچري دوکان لرم، دلته به هره ورځ د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه، هیچا دا زړه نه ښه کاوه، چې زما په دوکان کې دې پنچر ټیرونه جوړ کړي، ځکه هغوی له نښتو ډارېدل، اوس مو ژوند ارامه شوی او کارو بار مو هم له دې سړک جوړېدو سره ښه شوی دی.»
د یادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عزیز الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تېر نظام چارواکو څو ځله له دوی سره ژمنه کړې وه، چې د زرمت سړک پخېدو چارې به سرته سوي، خو د فساد له امله یې په تېرو شلو کلونو کې دا سړک پوخ نه کړ.
ښاغلي عزیز الله وویل: «مونږ سره د دې سړک ډېرې وعدې وشې، خو کله به یې چې کارونه پیلېدل، نو د چارواکو په ګډون به مافیا په کې فساد وکړ او بیرته به هرڅه ورک شول، مونږ ته به په ټاکنو کې هر نوماند دا ژمنه راکوله، چې زرمت سړک به پخوي خو وروسته به هیڅ هم نه و، نو اوس مو له طالبانو غوښتنه دا ده، چې د بسوګۍ همدې واده ته باید د پای ټکی کیږدي او سرته یې ورسوي.»

په همدې حال کې د سړک د رغونې مسوولین وايي، اوس مهال یې ورباندې د جغل اچونې کار پیل کړی، چې د دوی په وینا په راتلونکي کال کې به یې د پخېدو چارې هم پیل شي.
د سړک د څار او رغونې برخې مسوول محمد قسیم ابوذر اطلاعات روز ته وویل، چې دوی سږ کال هغه کارونه پای ته رسوي، چې له پخېدو وړاندې اړین وي.
ابوذر وايي: «زمونږ پلان دادی، چې لومړی دا سړک هوار او جغل اندازي کړو، که وخت مو سږ کال درلود، مخکې ځو او کنه نو راتلونکي کال ته به یې د پخېدو چارې هم پیل شي.»
بلخوا بیا طالب چارواکي وايي، پلان لري، چې د پکتیا ولایت په لویو لارو کې ویجاړ شوي پلچکونه هم بیرته له سره ورغوي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریس خالقیار احمدزی وايي، د پکتیا ولایت په ځینو ولسوالیو کې یې ویجاړ شوي پلچکونه بیرته رغولي او د پاتې نورو لپاره یې هم کار روان دی.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «اسلامي امارت په ټوله مانا ژمن دی، چې نیمګړې پروژې بشپړې او هغه پلچکونه چې ویجاړ شوي بیرته ورغوي، نو مونږ په احمد ابا او ځاځي اریوب ولسوالیو کې هم ځینې ویجاړ پلچکې رغولې دي.»
د ګردېز – زرمت سړک چې شاوخوا پنځه کیلومټره په تېر نظام کې پوخ شوی، خو وروسته د امنیتي ستونزو او د پراخ فساد له امله یې کارونه ځنډني شول، اوس طالبانو ژمنه کړې، چې د دې پروژې پاتې برخه به دوی بشپړوي.
د یاد سړک جوړېدو چارې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال پیل شول، له هغه وروسته له خلکو سره ولسمشر غني ژمنه وکړه، چې په اساسي ډول به یې رغوي، خو هغه هم په کې ناکام شو او په دې ونه توانېده، چې د دې لارې کارونه سرته ورسوي اوس یې چې جوړېدو ته طالبانو ملا تړلې، لا مالومه نه ده، چې د دوو لسیزو همدا پروژه به بشپړه کړي او کنه، راتلونکی به یې مالومه کړي.
