اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد حکومت د اقتصادې چارو وزیر عمر ایوب خان په مشرۍ په یوې غونډه کې ځینې برخې څیړلي دي چې که د “طالبانو حکومت” په رسمیت ونه پیژندل شي، د دې هیواد بانکي سیسټم او انرژي سکتور فعالیت کې مرسته کوي.
د پاکستان چاپ ورځپاڼې «اکسپرس تریبون» راپور پر اساس، اسلاماباد د نړیوالو مالي مرستو په نشتوالي او د افغانستان د مرکزي بانک له ۹ میلیاردو زیاتو ډالرو په اندازه ذخیرې نه پرانستېدو پر مهال، د خپل شمالي ګاونډي [افغانستان] اقتصادي ملاتړ کوي.
د دې راپور پر اساس سرچینو ویلي چې د پاکستان د مرکزي بانک مشر رضا باقر په دې غونډه کې ویلي دي چې د «طالبانو حکومت» لاندې د بانکي سیسټم د اسانه فعالیت لپاره، پاکستان کولی شي د افغانیو په چاپولو کې مرسته وکړي.
پاکستان تر اوسه د طالبانو سرپرسته کابینه په رسمیت نه ده پیژندلې. دې هیواد ویلي چې د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالو او سیمې له قدرتونو سره یو ځای ګام اخلي.
د «اکسپرس تریبون» دا کمپاین طالبانو ته د سیاسي او اقتصادي ملاتړ په برابرولو کې مخکښ دی او پاکستان په دې باور دی چې له خپلو پولو بهر بې ثباتي په خپله د هیواد لپاره ناوړه پایلې ولري.
له بلې خوا هم سرچینو یادې ورځپاڼه ته ويلي چې په یاده شوې غونډه کې د افغانستان د برښنا سکتور مدیریت ته د تخنیکي ملاتړ چمتو کولو امکان په اړه هم بحث وشو او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان حکومت د برښنا لیږد لینونو نصبولو لپاره مرستې ته اړتیا لري.
دا ټول په داسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ۲۲ سناتورانو د یوې لایحې پر واړندې کولو سره د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړي چې طالبان او د طالبان پلوه هیوادونه تحریم کړي او په دې لایحه کې څو ځله د پاکستان یادونه هم شوې.
