طالبان: د افغانستان هوایي حریم د امریکایي ډرون له‌خوا «نقض» شوی

اطلاعات روز: طالبان وایي، امریکا د ټولو نړیوالو قوانینو او له دوی سره د کړیو ژمنو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او «اشغال» کړی دی.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون ناوخته (سه‌شنبه، ۶ د تلې) پر خپل ټوېټر یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، هېوادونه د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو دولتونو له‌خوا د ارضي او هوايي حاکمیت یواځیني مالکان وي.

اعلامیه وایي، طالبان د افغانستان یواځیني حقوقي شخصیت په توګه د دې هېواد د ځمکني او هوایي حریم ساتونکي دي، خو په وینا یې چې امریکا دغه حریم نقض کړی دی.

اعلامیه کې راغلي:«موږ شاهدان یو چې امریکا په دا وروستیو کې د ټولو نړېوالو حقوقو، قوانینو او د امریکا د خپلو کړو تعهداتو چې د قطر په دوحه کې یې له اسلامي امارت سره کړي، په ټکر کې عمل کوي او د افغانستان سپیڅلی هوايي حریم د امریکايي ډرون لخوا اشغال کیږي.»  

طالبانو په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې دا سرغړونې باید اصلاح او مخنیوی يې وشي.

دوی دغه‌راز پر ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پر امریکا غږ کړی چې د نړیوالو تعهداتو، ژمنو او قوانینو په رڼا کې باید له افغانستان سره د متقابل احترام او کړو ژمنو تر سیوري لاندې تعامل وکړي، تر څو د دوی په وینا چې د ټولو «بدو» عواقبو مخه ونیولی شي.

د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو تر ولکې راهیسې، د امریکا دولت د کابل او ننګرهار په شمول د افغانستان په څو برخو کې د بې پيلوټه الوتکې په وسیله بریدونه ترسره کړل. د امریکا حکومت اعلان کړی و چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د تروریستي بریدونو یو طراح يې په نښه کړی.

همدارنګه دې هیواد د اګسټ په ۲۸مه یو برید د کابل ښار کې ترسره کړ چې په پایله کې يې لس ملکي وګړي چې ۷ يې ماشومان و، ووژل شول.

امریکا په لومړیو کې ويلي و چې په دې برید کې د داعش ډلې یو برید کوونکی په نښه کړی، خو وروسته يې ومنله چې برید ناسم و او ملکې وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې سره سره د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون ) ویاند جان اف کربي د تلې په دویمه يې اعلان وکړ چې د دې هیواد سرتیري د داعش او القاعدې پر وړاندې د هوايي بریدونو د ترسره کولو لپاره، دوی له پشپړ واک سره عمل کوي.

هغه وویل، اوس اړتیا نشته چې د بریدونو د تر سره کولو په اړه له طالبانو سره خبري وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه