اطلاعات روز: د هلمند اطلاعات او کلتور رییس حافظ راشد وایي، هلمند کې یې ږیره خریل او موسیقي غږول بند کړي دي.
حافظ راشد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی دغه پرېکړه نن (یکشنبه، ۴ د تلې) د لښکرګاه ښار د سلمانیو او حمامونو مسوولینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې کړې ده.
ښاغلي راشد وویل، چې دغه پرېکړه به نه یوازې هلمند، بلکې ټول هېواد کې به عملي کېږي.
د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست هم په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: «د هلمند د دعوت او ارشاد امر بالمعروف نهي عن المنکر ریاست د غونډو په تالار کې د لښکرګاه ښار د سلمانیو اوحمامونو د مسئولینو او کارکونکو سره ناسته وسوه او د شرعي امورو پر پیروۍ او د منکراتو څخه د مخنیوي په باره کې خبرې وسوې.»
طالبانو د تېرې زېږدیزې اګسټ میاشتې په ۱۵مه د پلازمېنې کابل په نیولو سره، د ټول افغانستان ولکه په لاس کې واخیسته.
که څه هم د افغانستان له بشپړ نیولو وړاندې او له نیولو وروسته په لومړیو ورځو کې د طالبانو په اړه ویل کېدل چې بدل شوي او د پخوا په څېر به د ږیرې په شمول د خلکو شخصي ژوند کې کار نه لري، خو دا لومړی ځل دی چې د دوی د شاوخوا ۲۰ کلونو وړاندې حکومت په څېر یو ځل بیا پر خلکو دا ډول محدودیتونه لګوي.
