د بانکي نظام ټینګښت او ښه‌والي هڅې؛ «پر بانکونو محدودیتونه لا هم دوام لري»

اطلاعات روز: د افغانستان بانک وایي، د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال د دې بانک په مرکزي دفتر کې د افغانستان بانک سرپرست سره په لیدنه کې د هېواد د بانکي نظام د ټینګښت او ښه والي لپاره ناسته کړې ده.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، ۴ د تلې) له خپلې فیسبوکباڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د چارو د لا همغږۍ، بانکي نظام د غښتلتیا او ټینګښت لپاره دغه ناسته پرون د ښاغلي حنفي په مشرۍ وشوه.

خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې مولوي عبدالسلام حنفي د پیسو د لېږد یا (TT) او یو شمېر نورو بانکي موضوعګانو په اړه د افغانستان بانک، د افغانستان د بانکونو د ټولنې او سوداګریزو بانکونو د استازو نظرونه او وړانديزونه وارویدل او په دې برخه کې یې له دوی سره په حل لارو هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د بانکونو ټولنې او د سوداګریزو بانکونو استازو په خپل وار سره په مالي او بانکي برخه کې خپلې ستونزې او وړانديزونه ښاغلي حنفي سره شریک کړل او نوموړي ژمنه وکړه چې د قانون او مقرراتو په رڼا کې به د دوی ستونزو ته حللارې ولټول شي.

ښاغلي حنفي د سوداګریزو بانکونو استازو ته د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې : «د بانکي نظام ټینګښت، پراختیا او د هېواد اقتصادي څرخ په حرکت راوستل زمونږ لپاره د ارزښت وړ دی. نوموړي په دې برخه کې اړینې لارښوونې وکړې.»

د بانکي نظام ټینګښت او ښه‌والي لپاره د طالبانو د سرپرست حکومت دا ناسته په داسې مهال ده چې لا هم له بانکونو د پیسو وېستلو کې محدودیتونه پر خپل ځای دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو راتګ سره سم بانکونه لومړی وتړل شول او بیا وروسته خلکو ته له وګړیزو حسابونو اونۍ کې یوازې د دوه سوه ډالرو او یا ۲۰ زره افغانیو وېستلو اجازه ورکړل شوه. څه موده وروسته بیا شرکتونه ته اجازه ورکړل شوه چې کولی شي په اونۍ کې ۲۵ زره ډالر ترلاسه کړي.

خلک وایي، که پر بانکونو لګېدلي محدودیتونه لرې نه شي، د خلکو روانې ستونزې به لا زیاتې او کړکېچ به لا ژور شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه