اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، ټول وېشل شوي پاسپورټونه او پیژندپانې د اعتبار وړ دي.
باختر خبری اژانش د طالبانو ویاند له خولې نن (شنبه، د تلې ۳مه) دغهراز راپور ورکړی، هغه پیژندپاڼې او پاسپورټونه چې له دې وروسته وېشل کیږي (په ډېر اټکل) د دې ډلې نوم به پرې ولیکل شي.
د پیژندپاڼو او پاسپورټونو د وېش لړۍ د وږي ۲۴مه واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم کابل او ولایتونو کې په ټپه ودرېدله.
دغه لړۍ له هغه وخته تر اوسه بنده ده.
