اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار کې ناپیژنده وسله والو درې تنه چې دوه یې طالبان او یو بل یې ملکي وګړی دی، په ډزو وژلي دي.
ځایي سرچینو او عیني شاهدانو اطلاعات روز ته وویلې، چې دا پېښه نن (چهارشنبه، ۳۱ د وږي) سهار د جلال اباد ښار اړوند کابل هډې ته څېرمه سرحدي لېوا سره شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، په وژل شویو کسانو کې دوه طالبان او یو عام وګړی شامل دي. عیني شاهدان زیاتوي وسله وال کسان په یوه رېکشا کې ناست وو چې برید یې وکړ او له برید وروسته وتښتېدل.
د دې پېښې لامل لا نه دی څرګند او نه هم ولایتي او امنیتي چارواکو په دې تړاو څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جلال اباد ښار کې چاودنو زور اخیستی چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
له دې وړاندې پر طالبانو د چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی و.
