اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي محدودېدل؛ «ډېر کله د پېښو سیمو ته طالبانو ګواښلي یو»

اطلاعات روز: ننګرهار کې خبریالان شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنیدو راوروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی او د دولتي ادارو له لوري په وخت مالومات نه ورکول کیږي، چې امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شفیع الله کاکړ ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال دی، نوموي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نه یوازې مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو کړیږي، بلکې ډیر کله د پېښو سیمو ته د ورتګ پرمهال د طالبانو له لوري ګواښل شوي هم دي.

ښاغلی کاکړ روانو حالاتو اندیښمن کړی او وايي چې که حالات کابو نه‌ شي په هیواد کې د رسنیو په برخه کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې ژر له‌منځه تللی شي.

شفیع الله کاکړ زیاته کړه: «ننګرهار ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له سختو ستونزو سره مخ دي، خبریالانو ته هیڅ مالومات نه ورکول کیږي او ډیر کله داسې هم شوي چې کوم ځای کې چاودنه یا بله کومه امنیتي پېښه رامنځته شوي وي، نو مونږ د طالبانو له لوري ګواښل شوي او رټل شوي هم یو، هیله مو دا ده چې اسلامي امارت باید خبریالانو سره د مالوماتو په برخه کې مرسته وکړي او شته ستونزې چې اوس یې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لري حل کړي.»

ننګرهار کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ خبریال سفیر احمد وایي، د دولتي ادارو له لوري پر وخت د مالوماتو د نه ورکړې له امله یې چارې له ستونزو سره مخ شوي دي.

سفیر احمد سیال له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې له خبریالانو سره دې د لازمې همکارۍ تر څنګ د رسنیو او خبریالانو په وړاندې پرتې ستونزې ختمې کړي.

سفیر احمد سیال زیاتوي: «ننګرهار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان سخت زوریږي، ځکه که کومه پېښه وشي هیڅوک مالومات نه ورکوي او همدې چارې زمونږ ورځنۍ چارې هم ټکنۍ کړي دي، ځکه هلته چې پېښه وشي دفتر مالومات غواړي او دلته یې یوازې مونږ د نارسمي سرچینو په قول یو خبر جوړو چې دې حالت مونږ په خپله هم له ستونزو سره مخ کړي یو او له طالبانو غواړو چې مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې دې مونږ ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو ستونزه حل شي.»

په همدې حال معلوماتو ته د نه لاسرسي وروستيو محدودیتونو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اندیښنې هم راپارولي دي.

ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي له طالبانو غوښتنه کوي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې خبریالانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

یوسف ظریفي زیاته کړه: «ننګرهار کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په برخه شکایتونو تر مونږ هم رارسیدلي دي او دا ستونزه ډیره جدي ده، ځکه خبریالان مالوماتو ته اړتیا لري چې باید په خپل وخت ورکړل شي او په دې برخه له طالبانو غواړو چې لازمې اسانتیاوې خبریالانو ته برابرې کړي.»

په ورته مهال طالبانو بیا ویلي، چې دوی اطلاع رسونې او هممداراز د رسنیو د فعاله ساتلو په برخه کې ژمن دي. د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوې خبري ناسته کې وویلې چې رسنۍ مهمې دي او دوی یې ملاتړ کوي.

د طالبانو د مطبوعاتي ټيم یو غړي بلال کریمي هم ویلي، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه‌شته.

د طالبانو د مطبوعاتو دغه غړی وايي، هغه رسنۍ چې فعالیت نه‌کوي د دوی له‌خوا نه ‌دي تړل شوي، بلکې خپله رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

نوموړی ډاډ ورکوي چې هېڅ رسنۍ ته خنډ موجود نه ‌دی او دوی کولای شي د اسلامي اصولو په رڼا کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه