د ماشومانو نړیواله ورځ؛ افغانستان ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېواد

ننګرهار کې د ماشومانو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کیږي، چې لا هم د دې ولایت ګڼ شمیر ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري نن دوشنبه (۳ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوسمهال د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نه یوازې نا امني، بلکې کمزوری اقتصاد، شاقه کارونه او ناوړه ټولنیز وضعیت هغه لاملونه دي چې د ماشومانو ژوند ته یې خطرونه جوړ کړي دي.

ښاغلی شینواری وایي، ماشومانو ته نه یوازې د خپلې کورنۍ له خوا حقوق نه ورکول کیږي بلکې زیاتره یې ګواښل کیږي هم چې له امله یې د ماشومانو د پرمختګ مخه نیول شوې. شینواري زیاته کړه: «زیاتره ماشومان له زده کړو بې برخې او مونږ هڅه کې یو چې دوی ته دزده کړو زمینه برابره کړو، له زده کړو د لیرې والي لامل یې فقر او روانې جګړې دي.»

په همدې حال کې د غونډې یو ګډونوال زده کوونکي کاشیف اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د حکومت له لوري د ماشومانو د نړیوالې ورځ نمانځل کیدل نمایشي بولي او وایي، څه ډول چې لازمه ده ستونزو ته یې رسیدنه نه ده شوې، چې له امله یې زیاتره ماشومان په درنو کارونو بوخت او زده کړې ترې پاتې دي.

کاشیف زیاته کړه: «ماشومان د زده او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، همدا اوس هم زیات کم عمره ماشومان د غریبۍ له امله درانه کارونه کوي او زده کړې ورڅخه پاتې دي عمل کې هیڅ نه دي شوي.»

په ورته مهال د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي، افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی. دغې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې له ۲۰۰۵ز کال تر دې دمه په افغانستان کې تر ۲۶ زره ډېر ماشومانو ته د جګړو پر مهال مرګ ژوبله اوښتې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه