اطلاعات روز: یوه ځایي سرچینه وایي، د ننګرهار جلالاباد ښار کې ماین چاودنې دوه طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه چاودنه تېره شپه (دوشنبه، ۲۹ د وږي) ماسختن مهال د جلال اباد ښار اړوند «فارم هډې» سيمه کې د طالبانو پر يو رينجر ډوله موټر د سړک غاړې ماین له امله وه.
سرچینې زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوه تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې د وژل شويو جسدونه او ټپي طالبان د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د روغتون يوه کارکوونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته د یادو چاودنو له امله روغتون ته د یو شمېر ټپي شویو طالبان وروړل تایید کړل.
تراوسه ولایتي ادارې په دې اړه څه نه دي ویلي.
