د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي نوي رییس ټاکل؛ «انس حقاني راته وویل، ستا دنده ختمه ده»

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، نصیب خان د دې بورډ نوي اجراییوي رییس په توګه وګمارل او وپېژندل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره کړې یو خبرپاڼه کې ویلي، چې د کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي نن (دوشنبه، ۲۹ د وږي) د یوې رسمي ناستې په ترڅ کې نصیب خان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس په توګه د ادارې ټولو کارکوونکو ته معرفي کړ.

خبرپاڼه وایي، ښاغلي فضلي په خپلو خبرو کې وویل، موږ خوښ یو چې داسې یو شخص له موږ سره یو ځای کیږي چې د کرکټ لوبې سره د بلدتیا ترڅنګ لوړې زده کړې هم لري او نوموړی له دوی سره د موافقې پر اساس دې دندې ته ورمعرفي شو.

خو د کرکټ بورډ مخکینی او ګوښه شوی اجراییوي رییس حامد شینواری وایي، چې دی د انس حقاني له لوري په شفاهي ډول له دې دندې لېرې او پر ځای یې د ده په وینا، نصیب‌الله حقاني ګمارل شوی دی.

ښاغلي شینواري پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: «نن ښاغلي انس حقاني کرکټ بورډ ته تشريف راوړی و، ماته يې په شفاهي ډول وويل چې د کرکټ بورډ د اجرايوي رييس په توګه ستاسې دنده ختمه ده او د نصيب الله حقاني په نامه يو ځوان يې د اجرايوي رييس په توګه مقرر کړ.»

ښاغلي شینواري زیاته کړې، ما زما د ګوښه کيدو په اړه د رسمي حکم/فرمان پوښتنه وکړه خو په وینا یې چې ترلاسه مې نه کړ.

زه د کرکټ بورډ اجرايوي رياست ته د يوې شفافې پروسې په پايله کې انتخاب شوی وم خو د ګوښه کیدو په وجه پوه نشوم.

د بورډ د خبرپاڼې په وینا، د افغانستان کرکټ بورډ نوي اجراییوي رییس نصیب خان په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د یوې ویاړمنې ادارې د اجراییه رییس په توګه معرفي شو او پرې باور وشو.

نوموړي زیاته کړې:«زما له کرکټ سره له پخوا ډېره مینه وه او همدا کرکټ دی چې تل یی موږ افغانانو ته خوشحالي راکړې.»

د کرکټ بورډ خبرپاڼه وایي، ښاغلي نصیب خپلو خبرو کې وویل چې افغان کرکټ ته به په پنځه کلن پلان باندې کار وکړو، نړیوالو سره به خپلې اړیکې پراخې کړو په ځانکړي ډول له اسیایی هېوادونو سره او همدا راز د کرکټ ودې ته به ځانکړې پاملرنه وکړو.

د خبرپاڼې په وینا، نصیب خان وویل: «افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي په حال کې دی موږ به هڅه وکړو چې لوبغاړو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړو؛ ترڅو په نړیوال جام کې د افغانانو لپاره د سرلوړۍ او خوښۍ باعث وګرځي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه