اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د تاریخي ځايونو خپلسرې کېندنې وکړي، قاچاق يې کړي او له منځه يې يوسي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د برخې مدير مولوي امان الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته د تاریخي ځایونو خوندیتوب لپاره د خپلو ټینګو ژمنو ترڅنګ له خلکو هم وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکار پاتې شي.
مولوي امان الله زیاتوي:«د دې ترڅنګ څوک نشي کولای چې دې ولایت د تاریخي اثارو خپلسرې کیندنې وکړي او که هره سیمه کې دا ډول د تاریخي ځایونو خپل سرې کیندنې کیږي، نو ولسي خلک دې له مونږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي تر څو د دغې ستونزې مخنیوی ټول په شریکه سره وکړو.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د سراج العمارت تاريخي ودانۍ د تېر نظام پرمهال په «غیر معیاري» ډول جوړه شوې ده.
ښاغلي امان الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د سراج العمارت تاریخي ودانۍ له پخوانۍ بڼې سره په توپیر رغول شوې او له همدې امله یې خپل تاريخي ارزښت يې له لاسه ورکړی دی.
مولوي امان الله زیاته کړه: «د سراج العمارت ودانۍ څه ډول چې د دې ودانۍ خپل تاریخي ارزښت و، هغه له منځه وړل شوی او خپل تاریخي قدامت یې له لاسه ورکړی دی، یانې ویلی شو چې دا ودانۍ د تیر نظام پرمهال د فساد، زور واکۍ او نورو لاملونو له امله غیر معیاري جوړه شوې او ستونزه لري.»

په همدې حال کې د تاریخي ابداتو د څارنې شبکې مرستيال بيدار حليمي هم مني، چې په ننګرهار کې د سراج العمارت تاريخي ودانۍ په غير معياري ډول رغول شوې او تاريخي ارزښت يې له منځه تللى دى.
هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، یاده ودانۍ او بڼ يې تاريخي او اقتصادي ارزښتونه لري.
بيدار حليمي زیاته کړه: «ننګرهار کې د سراج العمارت ماڼۍ باید د دارالامان ماڼۍ په شان داسې جوړه شوې وی، خپل تاریخي ارزښت یې باید له لاسه نه وی ورکړی او دا ودانۍ ډیره مهمه هم ده، ځکه دا یو تاریخي ځای دی، د دې ودانۍ په بیارغولو کې لیدل کیږي چې له نویو موادو کار اخیستل شوی او پخواني دیوالونه او د ودانۍ نورې برخې یې په نوي کار پټ کړي دي او له همدې امله یې قدامت تللی دی.»
ننګرهار میشتي هم وایي، چې د سراج العمارت ودانۍ د بیارغونې چارې یې د تمې خلاف ترسره شوي او هیلهمن دي، چې شته حکومت به د تاریخي ځایونو د بیارغونې په برخه کې پخواني ارزښتونو ته پام وکړي.
برکت الله د ننګرهار یو اوسیدونکی دی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که تاريخي ابدې په خپله پخوانۍ بڼه ورغول شي نو د ډېرو سيلانیانو پام به ځان ته را واړوي.

برکت الله زیاته کړه: «مونږ فکر کاوه چې دا تاریخي ودانۍ به په پخواني ډول بیا رغول شوي وي، خو اوس چې مونږ ګورو دا ودانۍ په پخواني ډول نه ده روغل شوې او له عصري موادو په کې ګټه اخیستل شوې، مونږ له طالب چارواکو غوښتنه کوو، چې د ټولو تاریخي ځایونو په بیارغونه کې تاریخي ارښت په پام کې ونیسي، که دا ډول تاریخی ودانۍ ورغول شي نو تر ډیره به د سیلانیانو تګ راتګ هم ننګرهار ته زیات شي.»
د سراج العمارت ودانۍ د پخواني پاچا امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه، خو تیرو جګړو کې د دغې ودانۍ ۳۰ سلنه برخې له منځه تللې وې، د دغې ودانۍ د بيارغونې چارې د ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه په ۵۶ ميليونه افغانيو پيل شوې، چې د ۱۴۰۰ کال په لومړيو کې يې چارې بشپړې شوې.
ټاکل شوې وه چې د سراج العمارت ودانۍ پرانیسته د خپلواکۍ د ۱۰۲ مې کالیزې په ورځ وشي، خو له دې نېټې وړاندې طالبانو پخوانی نظام سقوط کړ او دا چاره پاتې شوه.
