اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
یو ځايي سرچینه چې د کورنۍ غړي یې په یاده چاودنه کې وژل شوي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، دغه چاودنه نن (یکشنبه، ۲۸ د وږي) سهار شاوخوا لس بجې د جلالاباد ښار پنځمې ناحیې اړوند «کابل هډې» ته څېرمه د «غوچکو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، چاودنه د سړک غاړې ښخ شوي ماین له امله وه چې د طالبانو په رینجر موټر وشوه. دی زیاتوي، چې یادې چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او د یوې میرمنې په ګډون ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د سیمهییز روغتون مسوولینو هم منلې چې د چاودنې له ځایه ورته یو شمېر ټپیان راوړل شوي دي.
په ورته مهال د ننګرهار د برښنا رییس غلام حیدر فقیرزي ویلي چې د یادې چاودنې له امله د کابل هډې په سیمه کې د برښنا یو «فیډر» زیانمن شوی او سملاسي برښنا قطع شوې ده.
تېره ورځ هم د جلالاباد ښار په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو پر رینجر موټرو درې چاودنې شوې وې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي وو او ۲۱ نور ټپیان و.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د یادو پېښو مسوولیت نه دی منلی.
