پکتیا کې د ځمکې پر سر شخړه کې درې ورونه وژل شوي

اطلاعات روز: د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې یوه ځایي سرچینه وایي، دغلته د ځمکې په سر شخړه شوې، چې درې وروڼه په کې وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د سرچینې په وینا، تېر ماښام ناوخته (شنبه، ۲۷ د وږي) د مرکز ګردېز اړوند په «شکر خېلو» سيمه کې د ځمکې په سر د دوو کورنيو ترمنځ شخړه شوې، چې د يوې کورنۍ درې وروڼه په کې وژل شوي او يو بل يې ټپي دی.

د يادې سيمې يو تن قومي مشر هيواد منلي اطلاعات روز ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د وژل شويو وروڼو د تره يا کاکا زوی سره تر لفظي شخړې وروسته د نوموړي له خوا ورباندې ډزې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې يادو کورنيو له پخوا د ځمکې په سر لانجه درلوده او په خبره يې چې پېښه کې درې وروڼه وژل شوي او د هغوی يو بل مشر ورور ټپي دی.

نوموړي د پېښې په اړه وويل: «ماښام ناوخته دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې وژل شوي وروڼه په يو موټر سايکل سپاره او د تره د زوی له مخې له تېرېدو وروسته په هغه ګردونه ورغلي و، لومړی يې لفظي شخړه کړې وه او وروسته يې تره زوی ورپسې ټوپک ته لاس کړی و، د تره زامنو يې يادو وروڼو ته بهانه لټوله، ځکه لانجه يې د ځمکې په سر پخوانۍ وه.»

منلي همدا راز وويل، چې د وژل شويو وروڼو قاتل  معتاد هم و، چې د پېښې له ځايه په تېښته بريالی شوی دی.

هغه وايي: «کوم کس چې درې وروڼه يې شهيدان کړي او بل يې ټپي کړی، هغه زمری نومېده، پخوا يې د پوليسو په ليکو کې دنده درلوده او اوس په نشه يي توکو هم روږدی و، چې له قتل وروسته په تېښته بريالی شوی دی.»

په همدې حال کې د طالبانو له خوا د اطلاعات او کلتور رییس خالقيار احمدزي اطلاعات روز ته وويل، چې نظامي کسانو د قاتل دوه ورېرونه او يو ورور يې نيول شوی دی.

احمدزی وايي: «پېښه د ملک محمد رحيم او نورو محمد د زامنو ترمنځ رامنځته شوې، د ملک محمد رحيم درې زامن په کې وژل شوي او يو بل يې ټپي دی، دوی پخوا هم په يو او بل ډزې کړې وې، يعنې لانجه يې پخوانی وه، نظامي کسانو ځينې کسان د پېښې په تړاو نيولي، خو قاتل تښتېدلی دی.»

 په پکتيا کې دا لومړی ځل نه دی، چې د ځمکې په سر د قومي ستونزو له امله شخړې رامنځته کيږي او په مرګ، ژوبلې اوړي، بلکې د دې ولايت په احمدابا، ډنډپټان، سيدکرم، ميرزکې او ځينو نورو ولسواليو او سيمو کې هم ورته پېښې شوې، چې يو بل ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه