سوداګر: که کنګل‌شوې پیسې او بانکونه خلاص نه‌شي، بد اقتصادي وضعیت راروان دی

اطلاعات روز: د ختیځ زون سوداګر او پانګوال انديښمن دي که نړیوال بانک د افغانستان کنګل کړی شوې پیسې او د طالبانو حکومت داخلي بانکونه د سوداګرو پرمخ خلاص نه کړي، افغانستان به له بد اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (پنج‌شنبه، ۲۵ د وږي) پر خپل فیسبوک خپرو شویو څو خبرپاڼو کې په ختیځو ولایتونو او خوست کې پر روان وضعیت او د سوداګرۍ په اړه د سوداګرو د جوړو شویو ناستو خبر ورکړ.

خبرپاڼه وایي، د ختیځو ولایتونو سوداګرو، صنعت‌کارانو او کسبګرو پرون چهارشنبه په ننګرهار کې په یو رسنیز کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.

د یادې خبرپاڼې په وینا، د ننګرهار سوداګرۍ خونې د مدیره هیت غړي ډاکتر مخلص احمد وویل: «د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانیو کنګل کول او سوداګریزو فعالیتونو ته د کورنیو بانکونو محدودیت د سوداګرۍ او خلکو لپاره لویه ستونزه رامنځته کړې.»

ښاغلي مخلص زیاته کړې، د افغانستان سوداګریزه ټولنه د نړۍ شاوخوا هیوادونو ته د پیسو په لیږد کې له یوې لویې ستونزې سره مخ ده او د دې وضعیت دوام د هیواد په سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو منفي اغیزه کولی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه وایي، د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر جبار ساپي په دې ناسته کې ویلي، که فابریکو ته خام مواد پر وخت ونه رسیږې فابریکې به په ټپه ودریږې او زیات خلک به بې کاره شي.

ښاغلي ساپي زیاته کړې: «که د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو کنګل شوې پانګه خوشې نه شي، په هیواد کې به د بیکارۍ کچه لوړه شي او افغانستان به د یو نه کنټرولیدونکي اقتصادي بحران سره مخ شي. یو شمیر سوداګرو او پانګوالو خپلې اندیښنې یادې کړې او ویې ویل چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»

په کنفرانس کې یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې دا مهال له دی اړخه، د ډیر شمیر ستونزو سره مخ دي.

اخوا بیا په خوست کې هم د سوداګرو له خوا ورته ناسته شوې او هلته هم سوداګرو او پانګه‌والو له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.

په دې اړه د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبرپاڼه وایي، په خوست ولایت کې سوداګرو، پانګوالو او د نورو اتحادیو مشرانو وویل چې افغانستان د اقتصاد له پلوه یو کمزوری هېواد دی چې د نړیوالو اقتصادي تعزیراتو سره د مقابلې وړتیا نه لري.

دوی ټینګار وکړ چې اوس مهال د پیرل شوو سوداګریزو توکو ۳۰ سلنه پیسې تادیه شوي او پاتې ۷۰ سلنه پیسې د شتو ستونزو له امله نه دي ورکړل شوي، او له همدې امله د دوی سوداګریز توکي د ګاونډیو هیوادونو په بندرونو کې بند پاتې دي.

دوی ټینګار درلود، چې که چیرې سوداګریز توکي، په ځانګړی توګه خام مواد او خواړه په وخت سره هیواد ته داخل نه شي، خلک به له ډیرشمیر ستونزو سره مخ شي.

سوداګرو، پانګوالو او د نورو اتحادیو مشرانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي. دوی په د افغانستان بانک او نورو کورنیو بانکونو هم غږ وکړ چې بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو پیر په موخه د پیسو لیږد لپاره لاره هواره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه