طالبان: نږدې راتلونکي کې منظم پوځ رامنځته کوو

اطلاعات روز: د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین وایي چې نږدې راتلونکې کې به یو منظم او ځواکمن پوځ جوړ کړي.

د طالبانو لوی درستیز چې نن (چهارشنبه، ۲۴ د وږي) یې کابل ښار کې یوې راټولېدنې ته خبرې کولې، وویل چې د پوځ جوړېدو لپاره سلا مشورې روانې دي. هغه ټینګار وکړ چې د دې پوځ ځواکونه باید داسې وروزل شي چې وکولی شي له افغانستانه ساتنه وکړي.

دغه‌راز فصېح‌الدین زیاته کړه، طالبان هغه خلک چې د «قومیت» او «مقاومت» په نوم، له «ډیموکراسۍ ملاتړ» او د «۲۰ کلنو لاسته راوړنو» خوندیتوب لپاره د دې ډلې پر وړاندې درېږي، ځپل کېږي.

د هغه په وینا، دا وګړي د امنیت ګډوډولو او کورنیو جګړو ته د هېواد دننه کولو پسې دي. د طالبانو لوی درستیز ټینګار وکړ چې هغوی ته به د «امنیت ګډوډولو» او افغانستان «وینې تویولو» ته پرېنږدي.

هغه له ځانګړو نومونو او ډلو نوم وانه خیست، خو د طالبانو په لاس د کابل سقوط سره، احمد مسعود د ولسي ځواکونو او د مخکیني دولت لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون پنجشېر ته لاړل او طالبانو سره جګړې لپاره یې د ملي مقاومت جبهه جوړه کړه.

د دې جبهې ځواکونو پنجشېر او بغلان کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د هغوی قوماندان احمد مسعود وویلې چې پنجشېر کې ولاړېدنه، ټول افغانستان لپاره د ودرېدو یوه بېلګه ده. له هغې څو ورځې وروسته طالبانو پبر پنجشېر خپلو بریدونو ته زور ورکړ او بالاخره د دې ولایت مرکز د وږي په ۱۵مه طالبانو ونیو.

د ملي مقاومت جبهې اعلان کړه چې طالبانو د پنجشېر مرکز بازارک پر ښار تر ولکې ټینګولو وروسته، دغلته پر وژنو لاس پورې کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه