ننګرهار کې ښځينه خبریالنې له دندو پرېښودو وروسته له اقتصادي ستونزو کړیږي

خبریال: جان‌اغا صالح

د طالبانو له راتګ وړاندې دغه ولایت کې ګڼ شمېر غږیږو، انځوریزو او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، خو اوس له دغه رسنیو یې نیمایي تړل شوي او خبریالان په ځانګړي توګه ښځینه کارمنانې یې په کور ناستې دي.

نوریه چې دا یې مستعار نوم دی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې خپل نوم واخیستل شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له دندې پریښودو وروسته کورناستي له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده.

هغه وایې، ځينې ښځینه ژونالیستانې له دندو پریښودو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله بهرنیو هیوادونو ته تللي او پاتې یې له اقتصادي کړاوونو ځوریږي.

نوریه زیاتوي: «کله چې زما دنده په رسنیو کې ختمه شوه، نو بیا ما د خبریالانو د ملاتړ یوې بلې ادارې سره کار پیل کړ، چې د نوي نظام په راتګ سره هغه دفتر هم وتړل شو او ځینو رسنیو سره مې چې پس له وخته کار کاوه هغه هم راته وویل، نور ستاسې معاش نشو درکولی نو اوس زیاتره ښځینه ژونالیستانې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هغه د چا چې لږ اقتصاد ښه و، هغو بهرنیو هیوادونو ته تللې دي.»

سایره سلیم یوه بله ښځینه ژورنالیسته ده چې کلونه یې د ننګرهار په یوې محلي رسنۍ کې کار کړی، خو د طالبانو له راتګ وروسته په کور شوې او نه شي کولی دندې ته لاړه شي.

نوریه چې دا یې مستعار نوم دی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې خپل نوم واخیستل شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له دندې پریښودو وروسته کورناستي له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې ده.

اغلې سایرې سلیم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په رسنۍ کې یې د دندې له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوې برابرولې، خو اوس په ناوړه وضعیت کې شتون لري او که چېرته دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، اړ ده چې هېواد پرېږدي.

سایرا سلیم زیاتوي: «له کله راهیسې چې رسنۍ تړل شوي هماغه ورځې راهیسې ټولو رسنیو کې ښځینه ژورنالیستانې په کور شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي، نو اوس یې زیاتره ښځینه ژورنالیستانو ژوند هم له خطر سره مخ شوی او زړه نه ښه کوي چې دندو ته لاړې شي، یعنې ویلی شم چې ټول ژورنالیستان په خاص ډول ښځينه ژورنالیستانې خو له سختو ستونزو سره مخ دي.»

ښځينه ژورنالېسته سایره سلیم له طالبانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د دوی ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو دوی د رسنیز ډګر له مخې د میرمنو ستونزې بیا کړي.

سلیم زیاتوي: «مونږ له طالبانو او نړیوالې ټولڼې غوښتنه کوو چې افغانستان او ننګرهار کې دې په ځانګړي ډول د ښځينه ژورنالیستانو ژوند ته پام وکړي او هم دې دوی ته اجازه ورکړل شي چې بیرته رسنیو ته ستنې شې او خپلې دندې ترسره کړي.»

 په همدې حال ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې ګڼ شمیر رسنیو فعالیت کاوه، خو اوس له دغه رسنیو یې نیمایي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او شاوخوا ۵۰ ښځینه ژورنالیستانې یې په کور ناستې دي.

ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې ګڼ شمیر رسنیو فعالیت کاوه، خو اوس له دغه رسنیو یې نیمایي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او شاوخوا ۵۰ ښځینه ژورنالیستانې یې په کور ناستې دي.

نوموړی اندیښنه لري او وایي، که رسنۍ له شته اقتصادي بهران ونه ژغورل شي، نو ویره شته چې ګڼې به یې خپل فعالیت ودروي.

یوسف ظریفي زیاته کړه: «ننګرهار کې د طالبانو له راتګ وړاندې دلته ګڼ شمیر غږیزو، انځوریزو، چاپي او انلاین رسنیو فعالیت درلود، خو اوس یې زیاتره تړل شوي او لامل یې هم اقتصادي ستونزې دي، په دغه تړل شویو رسنیو کې شاوخوا پنځوس ښځینه کارمندانې هم وې چې اوس ټولې بې دندو شوي او په کور ناستې دي او همدارنګه د ښځو لپاره د نرګس په نامه ځانګړې راډیو هم تړل شوې او لامل یې هم اقتصادي ستونزې دي، اوس یې ډیرو کمو رسنیو خپل فعالیت پیل کړی خو د پخوا په شان نه دی.»

په همدې حال کې د کندوز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، تراوسه یې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو د کارکولو اجازه نه ده ترلاسه کړې او له همدې امله ښځينه خبریالانې باید تر بلې خبرتیا پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د مسوولینو په خبره، د ښځينه خبریالانو د رسنیزو فعالاتونو په اړه به ځانګړې تګ‌لاره جوړه شي، څو دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ننګرهار کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په داسې حال کې له روان وضعیت څخه اندېښنه ښيي، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو پراخ حضور د پام وړ وو او په دې برخه کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه