اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان، دې هېواد ته تګ راتګ کې د اسانتیاوو ژمنه وکړه.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي، کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان نن غرمه (سهشنبه، ۲۳ د وږي) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ګاونډي هېواد پاکستان له سفیر منصوراحمد خان سره ولیدل.
ښاغلي نعیم د دې ناستې په اړه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د پاکستان سفیر په دې لیدنه کې د سپینبولدک او چمن ترمنځ تګ راتګ کې د اسانتیاوو رامنځتهکولو ژمنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې: «په لیدنه کي د سپین بولدک او چمن تر منځ د هیوادوالو د تګ راتګ په اړه مفصليې خبري وشوې. د پاکستان سفیر د سهولت رامنځ ته کولو ژمنه وکړه.»
ډاکټر محمد نعیم دغه راز لیکلي چې په دې لیدنه کې دغهراز په پاکستان کي د مېشتو کډوالو هیوادوالو د ستونزو په حل، بشري مرستو او د دواړو هیوادونو په اړیکو هم تفصیلي خبرې وشوې.
له بلې خوا د طالبانو ویاند محمد نعیم د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره، کابل کې د چین هېواد د سفیر وانګ یو د لیدنې خبر هم خپور کړی دی.

ښاغلي نعیم ویلي پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه لیدنه نن شوې. هغه ویلي په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي چې چين له افغانستان سره خپلو بشري، اقتصادي او سياسي همکاريو او اړيکو ته دوام او وده ور کوي.
ښاغلي نعیم لیکلي: «چين د کورونا واکسين په برخه کې 3 مليونه او دعاجلو مرستو لپاره 15 ميليونه ډالر مرسته اعلان کړې.»
ډاکټر محمد نعیم په ادامه کې ویلي، ښاغلي متقي د چين هېواد له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چين او افغانستان سره ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا د دواړو لوريو په ګټه دي.
