پکتیا کې له سختو مالي ستونزو سره د رسنیو مخ‌کېدل؛ « شاید ځینې یې فعالیت ودروي»

خبریال: حبیب الله سراب

په پکتیا کې د ملي ټلویزیون او ځینو چاپي رسنیو ترڅنګ شپږ راډیوګانې هم فعالیت کوي، پخوا یې هم اقتصادي ستونزې وې، خو د نظام له سقوط وروسته یې یادې ستونزې دوه برابره شوې، چې پر نشراتو یې خورا منفي اغېز کړی دی. کارمندانو ته د تنخوا ترڅنګ اوس د ځای کرایه او برښنا لګښت هم نه شي پوره کولی.

مسوولین یې وايي، پخوا یې د سوداګریزو اعلاناتو په مټ ځینو کارمندانو ته تنخوا هم ورکولې، چې اوس د عایداتو کموالي له امله دا توان نه لري، چې ټولو مصارفو ته دې غاړه کېږدي.

په پکتیا ولایت کې د «نن» راډیو د نشراتو مسوول سیدعمر عادل اطلاعات روز ته وویل، چې امنیت یې تر پخوا خوندي شوی، خو که یې مالي ملاتړ ونه شي، نو ستونزې به یې څو برابره زیاتې شي.

نوموړی د طالبانو له اوسني نظام غوښتنه کوي، چې د رسنیو مخ په ځوړ حالت ته په مالي برخه کې اوږه ورکړي.

هغه وویل: «له کله راهیسې چې د طالبانو حکومت حاکم شوی، زمونږ اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، دا دوی له وجې نه بلکې، کاروبار د خلکو پیکه شوی، سوداګریز اعلانات په زیاته کچه مونږ ته نه راکول کیږي، نو کله چې یوه محلي رسنۍ تر یو لک افغانیو مصارف ولري، نو هغه به څنګه په دې ډول پرمختګ وکړي، چې مالي سرچینه هم ونه لري، نو هیله مو دا ده، چې وضعیت بیرته عادي شي او زمونږ اقتصادي ستونزې هم هوارې شي.»

په دې ولایت کې د د یوې بلې غږیزې رسنۍ « پکتیا غږ» راډیو د خبر برخې مسوول ذبیح الله ایوبي وايي، د سوداګریزو اعلاناتو د کموالي له امله اوس د دې توان نه لري، چې خبریالانو او کارمندانو ته معاش، د ځای کرایه او د برق مصارف پوره کړي. هغه زیاتوي، چې دوی خپلې ستونزې له اړونده ادارو سره شریکې کړې، تر څو ورسره همکاري وکړي او له اوسني حالته یې راوباسي.

مسوولین یې وايي، پخوا یې د سوداګریزو اعلاناتو په مټ ځینو کارمندانو ته تنخوا هم ورکولې، چې اوس د عایداتو کموالي له امله دا توان نه لري، چې ټولو مصارفو ته دې غاړه کېږدي.

نوموړي داسې وویل: «ستونزې خو ځکه ډېرې شوې، چې پخوا مو سوداګریز اعلانات زیات درلودل، هم مو خپلو کارمندانو ته تنخوا ورکولې او هم مو د ځای او برښنا مصاف پوره کول، ولې اوس نه په هغه کچه اعلانات لرو او نه هم په هماغه ډول زمونږ کارمندان کار ته زړه ښه کوي، خو دغه ستونزې مونږ له اړونده ادارو له مسوولینو سره شریکې کړې او هغوی هم ډاډ راکړی دی.»

په همدې حال کې بیا د ځینو غږیزو رسنیو کارکوونکي هم د مالي ستونزو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د یادو ستونزو له امله دوی ته په وخت تنخوا هم نه ورکول کیږي.

نجیب الله واقف پکتیا کې له نن راډیو سره د همکار په صفت له تېرو څو کلونو راهیسې دنده ترسره کوي، هغه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د روزنیزو ورکشافونو او سوداګریزو اعلاناتو نشتوالي له امله اوس نه شي کولی، چې د پخوا په څېر معاشونه ترلاسه کړي.

واقف په دې اړه وايي: «مونږ هره ورځ د پخوا په څېر خپلو خپرونو ته راځو، په خپرونو کې مو کوم کمی نه دی راغلی، خو رښتیا هم مالي برخه کمزورې شوې او زیاتره غږیزې رسنۍ نه شي کولی، چې خپلو کارمندانو ته معاشونه ورکړي، ځکه پخوا به د مالي ستونزو هواري لپاره ډېرې لارې وې، مونږ خپله ډېر ښه سوداګریز اعلانات درلودل، ځینې وخت به روزنیزو ورکشافونو ته معرفي کېدلو، خو اوس هغه هر څه له منځه تللي او په اقتصادي برخه مو منفي اغېز شوی دی.»

په همدې حال کې بیا د ځینو غږیزو رسنیو کارکوونکي هم د مالي ستونزو ډېرېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، د یادو ستونزو له امله دوی ته په وخت تنخوا هم نه ورکول کیږي.

ژوند اف ام بله هغه غږیزه رسنۍ ده، چې له ورته مالي ستونزو سره مخ ده. د نشراتو برخې یو مسوول یې تواب ارمان اطلاعات روز ته وویل، که د غږیزو رسنیو مالي ستونزې حل نه شي، د هغه په خبره چې د نورو ولایتونو په څېر به په پکتیا کې هم ځینې رسنۍ نشرات بند او یا د تل لپاره له رسنیز بهیر سره مخه ښه وکړي.

ښاغلی ارمان وايي: «زمونږ امنیتي ستونزې اوس بیخي راکمې شوې دي، خو مالي ستونزې مو بیا دوه برابره ډېرې شوې او د خوست، پکتیکا وروسته که د پکتیا رسنۍ هم له ورته اقتصادي ستونزو سره همداسې مخته لاړې شي، نو دلته هم د رسنیو مسوولین مجبوریږي، چې نشرات بند کړي او یا بیخي فعالیت ودروي.»

په پکتیا ولایت کې د طالبانو له خوا د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، طالبان په ټوله مانا د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په خبره یې چې دوی د هیچا د کار خنډ نه دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریس خالقیار احمدزي په دې اړه له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې د غږیزو رسنیو مالي ستونزې پرځای وبللې او وویل، چې د اړونده رسنیو د برښنا مهمه ستونزه چې اوس ورسره مخ دي، د هواري لپاره به یې کوټلي ګامونه واخلي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو له خوا د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، طالبان په ټوله مانا د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په خبره یې چې دوی د هیچا د کار خنډ نه دي.

احمدزي وویل: «مونږ له فتحې وړاندې هم د بیان ازادۍ او رسنیو ته ژمن و او له دې وروسته به هم ژمن یو، هغه رسنۍ چې له اسلام او افغاني کلتور سره په ټکر کې نه وي، مونږ یې په کلکه ملاتړ کوو، د ځینو راډیوګانو مسوولینو د برښنا ستونزه شریکه کړې، چې له اړونده ریاست سره به یې د حل په موخه مونږ اقدام وکړو.»

په پکتیا کې نن راډیو، پکتیا غږ، ژوند اف ام، ګردېز غږ، څمکني غږ او پټان غږ هغه رسنۍ دي، چې اوس مهال فعالیت کوي، له دې وړاندې روان اف ام، ایمان غږ او اوښتون هغه راډیوګانې وې، چې پخوا یې د مالي ستونزو له امله فعالیت بند کړی دی، هېره دې نه وي، چې وړمه ورځ په پکتیکا ولایت کې د ورته مالي ستونزو له امله د سویل ختیځ زون په کچه مېلمه راډیو هم نشراتي خدامات بند کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه