د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې ټاپي او نورو اقتصادي پروژو ته دوام ورکوو

اطلاعات روز: د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف ویلي چې افغانستان کې خپلو اقتصادي پروژو ته دوام او پراختیا ورکوي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یو لړ ټوېټونو کې ليکلي چې پرون (دو‌شنبه، ۲۳ د وږي) د طالبانو د ریاست الوزراء یا لومړي وزیر مرستيال مولوي عبد السلام حنفي او د ګاونډي هېواد ترکمنستان د ولسمشر مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد ميريدوف ترمنځ د ويډيو کنفرانس له لارې ملاقات وشو.

د ښاغلي نعیم په وینا، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې غواړي له نوي افغان حکومت سره یو ځای کار وکړي او نور ګاونډیان هم وهڅوي څو له دې حکومت سره په ګډه کار وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز ویلي چې افغانستان کې خپلو اقتصادي پروژو ته دوام ورکوي. ښاغلي رشید میریدوف زیاته کړې:«موږ په افغانستان کې خپلو اقتصادي پروژو ته دوام او پراختيا ور کوو. لکه د بريښنا پروژې، په اندخوی کې د ريل ګاډي پروژي تکمیلول.»

د ښاغلي نعیم په وینا، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د ټاپي او الکتريک لويو پروژو په اړه يې وويل چې په نږدې وخت کې به افغان اوترکمن مسوولین په دې اړه سره کيني، ترڅو د افغانستان دننه یې عملي چارې پیل شي.

د ډاکټر محمد نعیم په وینا: «نوموړي زياته کړه چې اړتيا ده د تورغونډۍ او هرات ترمنځ هم يوه د ريل ګاډي پروژه پيل شي او موږ دې کار ته چمتو یو.»

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو دې خبرو کې دغه راز ویلي چې افغان او ترکمن ولسونه سره وروڼه او دوستان دي او دوی غواړي دغه ورورولي او دوستي په راتلونکي کې هم په ښه توګه وپالي.

د ښاغلي نعیم د ټوېټونو له مخې همدارنګه د ترکمنستان ښاغلي وزير ژمنه وکړه چې په هغو افغان سوداګرو چې په ترکمنستان کې د سرحد د بنديدو له امله څه جرمانې راغلي دي، هغه به ورته معافېږي او دغه راز ترکمنستان هېواد له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام او پراختيا ژمنه وکړه.

د ډاکټر محمد نعیم په وینا، د افغانستان د رياست الوزراء مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ګاونډي هېواد ترکمنستان څخه مننه وکړه او د ښو دوه اړخيزو اړيکو او اړونده مشترکو موضوعاتو په اړه يې د افغانستان له خوا د همکاريو او تعهد د ډاډ څرګندونې وکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه