د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کلب لېول کرکټ سیالۍ پیل شوې

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې پرمختیایي او ملي کرکټ اکاډمۍ څانګې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کلب لېول (انټرکلب) سیالۍ پیل کړې. دغه ۳۰ اوریزه سیالۍ په ولایتونو کې د ثبت شویو کلبونو ترمنځ ترسره کېږي. 

د افغانستان کرکټ بورډ نن (دوشنبه، ۲۲ د وږي) په یوې خپره‌کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سیالۍ چې د ننګرهار ولایت ترڅنګ په خوست، فراه، پکتیکا، کنړ، جوزجان، پروان، غزني، مېدان وردګ، زابل او کندز ولایتونو کې پیل شوي، له درې پړاوه سیالیو ترسره کولو وروسته به پای ته ورسېږي.

خبرپاڼه وایي: «یادو سیالیو کې د ټول هېواد په کچه ۳۷۰ ثبت کلبونو د ۱۵ لوبغاړو په شتون کې د یو او بل پروړاندې په سور توپ او سپین لباس کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.»

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې پرمختیایي او ملي کرکټ اکاډمۍ څانګې د مشر فردوس غني په وینا چې دا سیالۍ به په درېو پړاوونو کې ترسره شي، چې لومړی پړاو یې د ولایت کلبونو په کچه، دویم پړاو یې د زونونو کلبونو او دریم پړاو یې بیا د هېواد په کچه د کلبونو ترمنځ ترسره کېږي.

د بورډ د خبرپاڼې په وینا، نوموړی زیاتوي چې دغه سیالۍ به په انلاین بڼه هم نشر شي او مینوال کولی شي د لوبو ټول معلومات له کریک هیروس ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ دغه راز وایي، د یادو ولایتونو ترڅنګ به په نږدې راتلونکې کې د مرکز کابل سربېره په لوګر، پکتیا، هرات، مزار، بامیان، نورستان، لغمان، سرپل، ارزګان، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کلب لېول (انټر کلب) سیالۍ پیل شي.

کرکټ بورډ خبرداری ورکوي او وایي، د دغو سیالیو په انلاین بڼه د نشرېدو په پایله کې یو لوبغاړی نه شي کولی په بېلابېلو کلبونو کې لوبه ترسره کړي او یادو لوبو کې ځلېدونکي لوبغاړي به د اړوند ولایت مختلفو لوبډلو ته لاره پېدا کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه