اطلاعات روز: طالب سرتیرو د جمهوري ریاست مخکیني مرستیال او د مقاومت جبهې د یو مشر امرالله صالح ورور، روح الله عزیزي صالح وژلی دی.
د جمهوري ریاست د مخکیني مرستیال زوی عباد صالح تیره ورځ (جمعه، د وږي ۱۹مه) دا خبر پر خپل فیسبوک پاڼه کې تایید کړ. هغه ویلي دي چې «تره مې د خلکو او آزادۍ د دفاع په لاره کې شهید شوی دی.»
په ورته وخت کې د صالح وراره عباد صالح په یو متني پیغام کې د رویترز اژانس ته ویلي چې طالبانو روحالله عزیزي صالح تیره ورځ وژل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې طالب سرتیرو لا تراوسه د خاورو سپارولو اجازه د هغه خپلوانو ته نه ده ورکړې. د عباد صالح په وینا طالبانو ویلي چې د روح الله عزیزي مړی باید خراب شي.
طالبانو هم د هغه وژل کیدل تایید کړي او ویلي چې د افغانستان جمهوري ریاست د معاون ورور د دوي د ځواکونو پر وړاندی په جګړه کې وژل شوی دی.
د مقاومت ملي جبهې قومندان بهلول بهیج او د پنجشیر مخکینی والي هم د دې ولایت عنابه ولسوالۍ کې د دې ډلۍ سرتیرو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
طالبانو د کابل له نیولو څو ورځې وروسته پر پنجشېر خپل بریدونه ډېر کړل. د دې ولایت مرکز وروسته له څو ورځو جګړو څخه د وږي په ۱۵مه د طالبانو لاسته ولویده. د مقاومت ملي جبهې ویلي چې طالبانو وروسته له دې چې د پنجشیر پر مرکز بازارک ښار کې میشت شول، په وژنه يې پیل وکړ.
د دې جبهې یو قوماندان صالح محمد ریګستاني دوې ورځې وړاندې په یو ویدیويې پیغام کې وویل: «طالبانو په تر ټولو خوندي ولایت پنجشیر تیری کړی او په وحشت، وژنو او بېرحمۍ مرتکب شوي دي.»
طالبانو په رسمي توګه د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
