خلیلزاد : تېرو دریو ورځو کې له ۲۵۰ ډېر بهرني وګړي له کابله بهر شوي

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې  لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په تیرو دریو ورځو کې له ۲۵۰ ډېر بهرني وګړي د قطر الوتنو له لارې له کابله ویستل شوي دي.

هغه نن سهار ( شنبه، ۲۰ د وږي ) په یو ټویټ کې ویلي چې په دې کسانو کې لسګونه امریکایان هم شامل دي چې دوی د طالبانو له کوم خنډ پرته کابل پرېښی دی.

زلمي خلیل زاد د قطر هیواد څخه د دې الوتنو د اسانتیاوو ستاینه او په دې برخه کې یې د طالبانو له همکارۍ هرکلی کړی دی.

هغه دا هم ویلي چې امریکا د قطر دولت، طالبانو او نورو سره خبرو ته دوام ورکوي، تر څو د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه امریکایانو او هغه افغانان چې هیواد پریږدي د وتلو خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي.  

د دې کسانو لومړۍ ډلې د تیري اونې په پنج‌شنبې کابل پرېښوده. په هغه ورځ د قطر رالیږل شوي ځانګړي استازي، مطلق بن القحطاني په هوايي ډګر کې جوړې شوې خبري ناسته کې وویل، د کابل هوايي ډګر بهرني الوتنو ته چمتو شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دا ورځ د افغانستان لپاره تاریخي ورځ ده.

تیره ورځ هم د بهرنیو وګړو د لیږد بهیر دوام درلود.

دا وګړي د زمري په ۲۴مه له کابله د وتلو له لړۍ او پر دې ښار د طالبانو تر ولکې وروسته، ګیر پاتې ول. اوس هم سلګونه هغه افغانان چې بهرنیانو سره یې تېرو ۲۰ کلونو کې کار کړی و، پاتې دي.

د کابل د تخلیې په بهیر کې چې د وږي تر ۹مه یې دوام درلود، نږدې ۱۲۰ زره کسان له افغانستانه وتلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه