طالب چارواکي: د ځنګلونو پر وهلو او د هر ډول لرګیو پر لېږد بندیز دی

اطلاعات روز: د کونړ ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د ځنګلونو په وهلو او د هر ډول لرګیو په لیږد یې بندیز لګولی دی.

کونړ لپاره د طالبانو والي قاري محمد عثمان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې د طالبانو په راتګ سره دې ولایت کې د ځنګلونو په خپلسري ډول د قاچاق او قطع کیدو مخینوی شوی او هیڅوک نشي کولای د کونړ د ځنګلونو لرګي نورو سیمو ته قاچاق کړي.

نوموړی وایي، دوی به هغه کسان ونیسي کوم چې په غیر قانوني ډول ځنګلونه وهي.

قاري محمد عثمان زیاته کړه: «کونړ کې د ځنګلونو د قطع کیدو مخنیوی شوی او هیڅوک نشي کولای، چې په خپل سري ډول ځنګلونه قطع کړي او که څوک ځنګلونه قطع کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي او په دې برخه کې ډیر خلک مونږ ته عریضې هم راوړي د لرګیو د انتقال په اړه خو مونږ دا ټول بند کړي او هیڅوک نشی کولای چې د کونړ لرګي قاچاق کړي.»

په همدې حال کې د کونړ یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې د دې ولایت په یو شمیر غریزو سیمو کې لا اوس هم په پټه ځنګلونه وهل کیږي او بیا نورو سیمو ته قاچاق کیږي.

د کونړ اوسیدونکي سید جمال اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې له طالب چارواکو غوښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې دې د ځنګلونو د قطع او نورو ولایتونو ته د لرګیو د قاچاق مخنیوی وکړي.

سید جمال زیاتوي: «د کونړ په یو شمیر سیمو کې په تیر حکومت هم ځنګلونه قطع کیدل او د مختلفو لارو به نورو ولایتونو او حتا پاکستان او ځینو هیوادونو ته قاچاق کیدل اوس هم دا کار کله کله کیږي نو له طالب چارواکو غوښتنه کوو چې کونړ کې د ځنګلونو د قطع مخنیوی وکړي او په دې برخه کې دې جدي اقدام وکړي.»

یو شمیر نورو بیا د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې له حکومت سره سره د قومي تړو د ملاتړ غوښتنه کوي او وایي، ځایي خلک دې په خپله د ځنګلونو مخنیوی وکړي.

قومي مشر ملک اقبال اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، قومي تړې کولای شي د هیواد له ځنګلونو او نورو ملي شتمنیو څخه په سم ډول ساتنه وکړي.

ملک اقبال زیاتوي: «که چیرې قومي تړې رامنځته شي او د ځنګلونو د قاچاق مخنیوی وشي او په دې برخه کې ولسي خلک ډیر مهم رول لوبولی شي او دا چاره کولای شي ځنګلونه له قاچاق او همدارنګه په ساتنه کې رول ولري، نو زمونږ غوښتنه له قومي مشرانو څخه دا ده چې په دې برخه کې خلک په خپله لاس په کار شي.»

د کونړ د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې پر شاوخوا دوه لکه هکتاره ځمکه ځنګلونو شتون درلود، خو د تیرو جګړو پرمهال دا ملي شتمۍ لوټ شوي او ۴۰ سلنه ځنګل یې وهل شوی، دوی اندیښنه لري که د یادې چارې مخنیوی ونه شي پاتې ځنګل به هم له منځه لاړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه