تورخم کې له کاره لوېدلې د معیاري وزن لېږد تله بیا فعاله شوه

اطلاعات روز: چارواکي وایې، د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې یې له درې کلن ځنډ وروسته د معیارې وزن د لیږد په موخه له کاره لویدلې تله بیا فعاله کړې، چې د فساد مخنیوي ترڅنګ به سړکونه هم خوندي وساتي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو د رییس مولوي یار محمد نن (چهارشنبه، ۱۷ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاده تله له تیرو درییو کالو راهیسې له کاره لویدلې وه، چې د طالبانو په راتګ سره بیا فعاله شوه.

نوموړی ټینګار کوي چې له دې وروسته باروړنکي لارۍ نه شي کولی له ټاکلې اندازې زیات توکي انتقال کړي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس مولوي یار محمد وایي: «د تېر نظام پر مهال د تورخم په ښارګوټي کې د وزن دغه تله بیخي خرابه او ویجاړه شوې وه، خو اوس اسلامي امارت د خپلو مشرانو په لارښوونه دغه تله بیا فعاله کړه له درې کلن ځنډ وروسته مونږ تمه لرو چې په دې سره به وزن هم کنترول شي او هم به د فساد مخنیوی وشي له دې وروسته سوداګریزې لارۍ هم نشي کولای چې له ټاکلې اندازې زیات وزن انتقال کړي ځکه دا د سرکونو د تخریب لامل کیږي.»

ذکرالله له کلونو راهیسې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره باروړنکې لارۍ چلولې. نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالب چارواکو د یاد اقدام ستاینه کوي او هیله‌من دی چې د دې تلې په فعالیت سره د دولت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

ذکرالله زیاتوي: «زه په خپله د یو موټر چلوونکي په توګه د یادې تلې له فعالیدو ډیر خوشاله یم ځکه په دې سره به د فساد مخنیوی وشي او هم به له دې لارې د دولت خزانې ته پېسې لاړې شي چې ورسره به هیواد کې د ابادۍ کارونه ترسره شي، له دې وړاندې دلته ډیرې ستونزې وې خو اوس به حل شي لخیره.»

په همدې حال کې ولسي خلک شکایت کوي، چې د ښار او د دې ولایت لوې لارې د زیات وزن لرونکو موټرو د تګ راتګ له امله تخریب شوي دي.

خالد د جلال اباد ښار یو تن اوسیدونکی دی، هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې لارۍ چلوونکو ته دې معیاري وزن تعین او له سرغړونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

خالد زیاته کړه: «د ښار زیاتره سرکونه همدې بار وړنکو لاریو خراب کړي دي که تاسې د تورخم-جلال اباد سرک وګورئ همدارنګه د کابل-جلال اباد سرک او همداسې د ښار په داخل کې سرکونه که تاسې وګورئ ټول تخریب شوي او لامل یې همدا دی چې دلته پرې د زیات وزن لرونکي لارۍ او باروړنکي موټرې تګ کوي، چې له امله یې دا سرکونه ټول تخریب شوي دي او باید د دې کار مخه ونیول شي.»

ولایتي چارواکي وایي، له دې وړاندې د یادې د نشتون له امله په تورخم ښارګوټي کې فساد کیده خو په خبره یې یاده تله به د دې ولایت په ګمرک کې د فساد د مخنیوي جرړې هم ورکې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه