د وسله والو طالبانو روانه جګړه حرامه ده

د سوېل ختيځ زون ديني عالمان:

د سوېل ختيځ زون ديني عالمان وايي، د وسله والو طالبانو لخوا په هېواد کې روانه جګړه حرامه ده او د دوام لپاره يې هېڅ اسلامي توجيه نشي وړاندې کېدلی.

دوی د ياد زون په مرکز ګردېز کې په يوه لويه غونډه کې وويل، چې د اسلام له نظره د اسلامي نظام پر وړاندې خروج حرام دی او د روانې جګړې ټول مادي او معنوي زيان مسلمانانو ته رسيږي.

د غزني ولايت ديني عالم مولوي محمداسماعيل روحاني د افغان ځواکونو فعاليتونه او جګړه جهاد وباله او ويې ويل چې ياد ځواکونه د هېواد د پولو، خلکو او ملي او اسلامي ارزښتونو ساتونکي دي او د اسلام له نظره يې ملاتړ لازم دی.

اسماعيل وايي: «طالبه ته تر ټولو بدتر وختې. د مسلمان وژنه حرامه ده، خو ته يې وژنې هم او دين او جهاد هم ورته وايي. طالبه نور له خدايه وډار شه، په ټوله اسلامي نړۍ کې له ټولو اسلامي ادرسونو ستا دا جګړه مردوده، حرامه، ظلم، ناروا او فتنه وبلل شوه، د آی آېس آس د درباري ملايانو له فتوا پرته په ټوله نړۍ کې ملګری نلرې.»

د خوست ولايت د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد وويل چې وسله وال طالبان د خپل افغانيت د ادعا په اثبات کې پاتې راغلي او اوسمهال بايد ثابته کړي چې خوارج نه دي.

محمد وايي: «کفارو سره یې سوله وکړه، خو مسلمانانو سره يې جنګ اعلان کړ. دا ډېره لويه بدبختي ده او دا د اسلام او مسلماني خلاف عمل دی.»

د لوګر ولايت ديني عالم مولوي محمدعارف عرفان اوربند او سوله د افغانانو تر ټولو لويه غوښتنه او د اسلام له نظره د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره لازمي پديده ياده کړه او ويې ويل چې د روانې جګړې ګټې پرديو ته رسيږي.

عرفان اطلاعات روز ته وويل:«په بېلابېلو نومونو جګړه روانه ده او مختلف دلايل ورته تراشل کيږي، خو نبي کريم “ص” فرمايي هغه بشپړ مسلمان ندی چې نور يې د لاس او ژبې له شره په امان ندي. د افغانستان اساسي قانون امر کوي چې د افغانستان مبين دين به اسلام وي، افغانان مسلمان دي او دا جګړه نيابتي ده.»

د پکتيا د ديني عالمانو د شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې افغانان له جګړو ستړي دي او دې حالت ته رسېدلي چې نور عملا لاس په کار او د جګړه مارو پر وړاندې ودريږي.

حقبيان زياته کړه: «څوک چې امن او سوله غواړي، موږ به ور سره ودريږو او مقابل جانب ته به ځواب ورکړو. »

ومو غوښتل چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم ولرو، خو هغوی تر اوسه په دې اړه زموږ د پوښتنې او نظر غوښتنې په ځواب کې څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه