د اطلاعات روز دوه خبریالان د طالبانو له لورې له نیولو وروسته وهل ډبول شوي دي

اطلاعات روز: د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه خبریالان تقي دریابي او نعمت‌الله نقدي د طالبانو له لوري تر نیولو وروسته، ډېر سخت وهل ډبول شوي دي.

د دې دواړو خبریالانو پر تن د کېبل او لښتې نښې ښکاري. دا خبریالان وایي چې هر یو یې بېلو خونو ته یوړل او هلته یې په کېبل وهلو پیل وکړ.

تقي دریابي او نعمت‌الله نقدي درملنې لپاره روغتون ته یوړل شول.  

د اطلاعات روز دغه خبریالان چې نن سهار (چهارشنبه، ۱۷ د وږي) د کابل لویدیځ څلورمې کارتې سیمه کې د مېرمنو د یو لاریون پوښښ لپاره ورغلي ول، تر نیولو وروسته لومړی طالبانو ځان سره وړي او بیا یې وهلي دي.

لاریونوالو د طالبانو په اعلان‌شوې کابینې نیوکې کولي چې ګواکې ښځو ته په کې ځای نه دی ورکړل شوی.

د دې خبریالانو د نیولو له خبر وروسته د اطلاعات روز سرلیکوال او دوه نور خبریالان یې خبر اخیستو او د ازادېدو په هیله سیمې ته ورغلي ول، چې طالبانو دا درې‌واړه هم ونیول، خو له شاوخوا څلور ساعتونو وروسته یې خوندي بېرته خوشې کړل.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې طالبانو ولې دا خبریالان ونیول او تر وهلو ډبولو لاندې یې ونیول.

طالبانو تیره ورځ هم شاوخوا ۱۴ خبریالان چې د کابل لاریونونو ته یې پوښښ ورکاوه، ونیول او له څو ګړیو وروسته یې بېرته خوشې کړل. په هغوی کې هم ځینې خبریالان ټپیان شوي ول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه