جو بایډن: د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته زیات واټن لرو

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو په درشل کې دي، د متحده ایالاتو جمهور رییس جوبایدن وايي چې حکومت يې دا ډله ژر په رسمیت نه پیژني.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې (دوشنبه، ۱۵ د وږي)  له رخصتیو راګرځېدو وروسته په سپینه ماڼۍ کې وکړې. هغه ټینګار یې وکړ چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت پېژندلو ته واټن ډېر دی.

خبریالانو له بایدن څخه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندو په اړه د امریکا حکومت هوډ په اړه پوښتنه وکړه او هغه ځواب ورکړ: «نه، دا ډېر واټن لري. دا ډېر واټن لري.»

تیره اونې د سپینې ماڼۍ ویاند جان ساکي هم په یو خبري ناسته کې وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندو بیړه نه لري.

طالبان د زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ته راننوتل. له هغې تر اوسه دغه ډله د نوي حکومت په جوړیدو نه ده بریالۍ شوې.

تیره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل چې د نوي حکومت جوړېدو لپاره پریکړې وروستۍ شوي او کار یوازي په تخنیکي برخو روان دی. هغه ډاډ ورکړ چې نوی حکومت به ډیر ژر اعلان شي.

طالبانو ویلي چې غواړي په راتلونکي کې د نړۍ له هیوادونو سره ښه او ډیپلوماتیکي اړيکې ولري او له دغو هیوادونو څخه تمه لري چې نوی حکومت د دې ډلۍ په مشرۍ په رسمیت وپیژني.

تیره ورځ یو راپور خپور شو چې طالبانو د ترکیې، ایران، قطر، روسیې، چین او پاکستان هیوادونو استازي رابللي دي څو په کابل کې د نوي حکومت د اعلانولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیه بهرینو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې هیواد يې په هغه صورت کې د طالبانو د حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون او له هغو څخه ملاتړ کوي چې دا حکومت «ټول ګډونه» وي او ټول قومونه په کې ګډون ولري.

د بی بی سی فارسي راپور له مخې لاوروف ویلي دي : «موږ غواړو د هغه حکومت د جوړیدو څخه ملاتړ وکړو چې د افغانستان د ټولني ټولې پرګنې، د طالبانو په شمول او نور قومونه بغیر له پښتون لکه هزراه ګان، ازبیکان او تاجکان په هغو کې واوسي.»

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي هم څو ورځې مخکې په  یوي ټلویزوني مرکه کې ویلي و چې تهران په افغانستان کې له هغه حکومت څخه ملاتړ کوي چې د خلکو په غوښتنه او رایو وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه