اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت چارسمبالی ذبیحالله مجاهد وایي، د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایاسای) مشر کابل ته د همکارۍ لپاره راغلی و.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (دوشنبه، ۱۵ د وږي) کابل کې یوې خبري غونډې ته چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه یې خبرې کولې، کابل ته د ایاسای د رییس فیض حمید راتګ او د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره یې لیده کاته تایید کړل.
ښاغلي مجاهد وویل چې کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ د همدوی په غوښتنه شوی.
نوموړي وویل: «یو پاکستانی پلاوی چې د دې هېواد د استخباراتو رییس یې په راس کې و، افغانستان ته راغلل. هغوی په مکرره توګه له دې یوې میاشتې وړاندې غوښتي ول چې لیدنه ولري. خو دا چې زموږ مسوولین بوخت ول، اجازه ورته نه وه، وړمه ورځ بیا ورته اجازه ورکړل شوه چې راشي.»
ذبیحالله مجاهد وویل، کابل ته د دې پاکستاني پلاوي سفر موخه، همکاري او د ډیورنډ کرښې او د پاکستان خاورې پر ضد د ناامنۍ په اړه د خپلو اندېښنو شریکول ول.
نوموړي زیاته کړه: «هغوی د ډیورنډ کرښې امنیت اړوند اندېښنه لرله. هغوی یوه عمده اندېښنه چې راوړې وه، دا وه چې دا چې افغانستان کې زندانونه نوي خلاص شوي دي او بندیان وتلي دي په هغې زندانونو کې داسې بندیان هم ول چې موږ ډار لرو چې زموږ خاورې ته زیان ورسوي یا زموږ امنیت وګواښي، په دې برخه کې یې هم موضوعات راوړي ول.»
د طالبانو ویاند وویل چې دې پاکستاني پلاوي له ملابرادر اخند سره ولیدل او خپلې دغه اندېښنې یې مطرح کړې، چې په وینا یې د دوی له خوا ورته ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارېږي.
ښاغلي مجاهد په دې برخه کې زیاته کړه چې دوی پاکستاني پلاوي ته هم ډاډ ورکړ چې که هر څوک د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي، دوی به یې مهار کړي.
هغه په دې برخه کې وویل: «کوم کسان هم که ونیول شي چې د پاکستان پر وړاندې اقدام کوي، موږ یې مهاروو. او دغه راز په خپله هم باید د ډیورنډ کرښې امنیت ته پام ولري، خپل مسوولیت یې هم دی.»
ذبیحالله مجاهد همدارنګه وویل، پاکستاني پلاوي د هوایي ډګرونو د مرستې خبره هم وکړه او ویې ویل چې دلته په کومو برخو کې دوی همکاري کولی شي. د ده په وینا، د دوی له خوا یې قدردانی وشو او ورته وویل شول چې د نظام جوړېدو سره به یې د مرستو هرکلی وکړي او ورته به ووایي چې کومه همکاري وکړي.
په دې خبري ناسته کې دغه راز ښاغلي مجاهد وویلې چې د نوي حکومت اعلان یوازې د تخنیکي مسایلو بشپړېدو ته پاتې او ژر به اعلان شي. خو کره نېټه یې بیا هم یاده نه کړه. دا په داسې حال کې ده چې دوی تېره شنبه د حکومت د اعلانېدو نېټه ټاکلې وه، خو اعلان نه شو.
د طالبانو ویاند دغه راز وویل چې د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونه به د خپلو ځواکونو سره یو ځای کوي او یو منظم ځواک به ترې جوړوي. د ده په وینا چې په مخکینیو ملي پولیسو، ملي اردو او استخباراتي ځواکونو ډېر لګښت شوی او زیاتوي چې هغوی د خپلې ښایسته سالارۍ له مخې بېرته خپلو لیکو ته راوغوښتل شي.
