طالبان پکتيکا کې د «پړاو» پُل بيرته رغوي

اطلاعات روز: طالبانو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې – ارګون تر منځ د  سروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو سیمه کې د «پړاو» په نوم د هغه پله د بيرته رغېدو چارې پيل کړې، چې دوه مياشتې وړاندې په بمونو الوزول شوی و.

د پکتيکا والي محمد عيسی یاسین جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې د دې پله د جوړېدو لپاره جوديجه ځانګړې شوې او په خبره يې چې د پخوا په څېر به بيرته په هماغه ډول ورغول شي.

نوموړی وايي: «مونږ نن ورځ د پړاو پُل چې ويجاړ شوی و، د بيرته رغولو چارې پيل کړې، د ا.ا.ا مجاهدينو دې پله ته ټول مصارف په نظر کې نيولي او انشاالله چې د ولس له غوښتنې سره سم به په هماغه ډول بيرته ورغول شي.»

ښاغلي ياسين زياته کړه، چې د ا.ا.ا ولس ته د ډاډمن امنيت راوستلو ترڅنګ په بيا رغونه کې هم ښه خدمات وړاندې کړي او هغه برخې چې د جګړو له امله ویجاړې شوې هم بيرته ورغوي.

هغه وويل: «مونږ په ټوله مانا ژمن يو، چې ولس ته د ارامه او سوکاله چاپيريال ترڅنګ په رغونې برخه کې هم کوټلي ګامونه واخلو، هغه ملکي او دولتي ودانۍ چې د جګړو له امله زيانمنې شوې، بيرته ورغوي.»

د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو له دې اقدام خوښ دي او وايي، د پله له ويجاړېدو وروسته د سروضې ولسوالۍ په ګډون د ارګون او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ و.

د يادې ولسوالۍ قومي مشر ملک وزير اطلاعات روز ته وويل، چې دوی د ا.ا.ا له ولايتي چارواکو د نورو رغنيزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه هم کوي.

هغه وايي: «مونږ د دې پله په بيا جوړېدو خوښ يو، چې طالبانو يې نن د کار پيل وکړ، ځکه په همدې لاره د ارګون، سروضې او ځينو نورو سيمو هره ورځ سلګونه موټرې تګ-راتګ کوي، هيله او غوښتنه مو دا ده، چې ولس ته نور هم د بيا رغونې برخه کې پام وشي او ستونزو ته يې په وخت رسيده ګي وشي.»

دوه مياشتې وړاندې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له شدت وروسته د پړاو پله ته چاودنه ورکړل شوه، چې په هماغه وخت کې يې طالبانو په پېښه کې لاس لرل په کلکه رد کړي و، د پکتيکا ولايت په ځينو نورو ولسواليو کې هم ځينې لوی او واړه پلونه د جګړو له امله ويجاړ شوي، چې ځايي خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه