جلال‌اباد کې د ختیځ په کچه د لامبو تر ټولو د لوی حوض پرانیسته؛ «هېواد دننه پانګونه وکړئ»

اطلاعات روز: د طالبانو له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په جلال اباد ښار کې په شخصي لګښت یوه رغنیزه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یو پانګه‌وال د ۶ سوه زره ډالرو په لګښت د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د ختیځ په کچه د کوثر په نوم د لامبو وهلو یو لوی حوض جوړ او نن (یکشنبه، د وږي ۱۴مه) یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د لامبو وهلو دا حوض د جاوید ابراهیم خیل په نامه یو پانګوال د دوو کلونو په موده کې جوړ کړی دی. نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، موخه یې له یاد حوض څخه خلکو ته د کاري زمینې سره سره د تفریح برابرول هم دي.

ښاغلي ابراهیم خیل له افغان سوداګرو وغوښتل چې د بهرنیو هیوادونو پر ځای دې، په هیواد دننه پانګونه وکړي او هم یې پر حکومت غږ وکړ چې پانګوالو ته د امنیت خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

جاوید ابراهیم خیل زیاته کړه: «د کوثر اوبو بڼ چې په جوړیدو یې ۶ لکه ډالره لګښت راغلی او دا حوض د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی، زمونږ موخه خلکو ته کارې زمینې برابرول او همدارنګه تفریح ده، له نورو افغان سوداګرو غوښتنه کوم چې بهر کې پانګونه نه کوي بلکې خپل ملک دې دا سرمایه مصرف کړي ترڅو دلته خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي او خدمت هم وکړي.»

په ورته مهال ولسي خلک هم د یاد حوض جوړیدو ته خوښ دي او وایي، چې د دغه ډول پروژو پرانیستل کیدل یې په زړونو کې د تل پاتې سولې او امنیت هیلې راژوندۍ کړي دي.

زیارمل د جلال اباد ښار اوسیدونکی او یاد حوض ته د لامبو وهلو په موخه راغلی دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د یاد حوض جوړیدل بېساری اقدام وباله.

زیارمل زیاته کړه: «پخوا به مونږ دا ډول د لامبو لپاره حوض نه درلود او بهرنیو هیوادونو کې مو لیدلي وو، خو دلته یې جوړیدل راته بیخي یو خیال دی مونږ ډیر زیات خوشاله یو چې ننګرهار کې هم دا ډول یو حوض جوړ شو او خلک به ورته د تفریح لپاره هم راځي، هیله مونږ له نورو سوداګرو دا ده چې خپلې پانګې دې د نورو هیوادونو پرځای په خپل هیواد کې مصرف کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.»

بل لور ته د جلال اباد ښاروالۍ مسولین تمه لري چې د دا شان پروژو په پلي کیدو سره به د ښاروالۍ عواید زیات او هم به خلکو ته د کارکولو زمینه برابره شي.

د ښاروالۍ مرستیال یحیی غفورزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د نوي نظام په جوړیدو سره به دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

عفوزي زیاته کړه: «د نوي نظام په راتګ سره به سوداګرو ته ډیرې اسانیتاوې برابرې شي او هم له سوداګرو غواړو چې تاسې نورو هیوادونو کې پانګونه مه کوئ په خپل هیواد کې سرمایه ګذاري وکړي او دلته کار وکړي، که دا ډول پروژې پلې شي نو په دې سره به د ښاروالۍ عواید هم زیات شي.»

که څه هم ولسي خلک د یاد حوض جوړیدو ته خوښ دي، خو ځينې اندیښنه لري چې په یو حوض کې د بیلابیلو انسانانو لمبل به ساري ناروغۍ رامنځته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه