د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول: د هوایي ډزو کلک مخنیوی وکړئ

اطلاعات روز: د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول مولوي محمد یعقوب مجاهد پر طالب مسوولینو غږ کړی چې د هوایي ډزو (ټکانو) په کلکه مخنیوی وکړي.

د طالبانو د ټولنیزو شبکو مسوول احمدالله متقي نن (شنبه، ۱۳ د وږي) پر خپل ټوېټر د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول محمد یعقوب مجاهد یو پیغام خپور کړی چې په کې له طالب مسوولینو د ډزو مخنیوي غوښتنه شوې ده.

په دې پیغام کې راغلي: « د هوایې ډزو ( ټکانو) کلک مخنیوی وکړئ، د بل وخت لپاره باید په هیڅ حالت کي هم هوایي ټکان ونسي، که په هر ولایت کي وسوه بیا یې مسؤلیت تاسي راجع دی.»

دغه راز په دې پیغام کې ښاغلي مجاهد اندېښنه ښودلې چې ښایي کوم چا «بد» او «ناروا» وګړي په وسلو سمبال کړي وي او په همدې خاطر یې له طالب مسوولینو غوښتي څو د ټولو مجاهدینو او ادارو کلکه څارنه وکړي.

نوموړي ویلي: «د ولایت په کچه د ټولو مجاهدینو او ادارو کلکه څارنه کوئ چي چا خو به بد او ناروا خلک نه وي مسلح کړي، د دې کار مخنیوي ته خاصه توجه وکړئ. د ځینو مسئولینو په رابطه دا شکایتونه رارسیدلي دي، توپکیان او بد خلګ یې د خپلي ډلې دغټولو په وجه د ځان سره ملګري کړي دي.»

د طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول مولوي محمد یعقوب مجاهد دغه راز له ټولو مسوولینو غوښتي چې سهار په رسمي وخت دندو ته حاضر شي. هغه ویلي چې دندو ته د مسوولینو ناوخته رسېدو شکایتونه ور رسېدلي، چې خلک د خپلو کارونو ترسره کېدو ته انتظار کوي.  

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له خوا په هوایي ډزو کې ګڼو خلکو ته مرګ-ژوبله واوښته. کابل کې د ایمرجنسي روغتون اطلاعات روز ته وایي، دې روغتون ته د هوایي ډزو له امله د وژل‌شویو درې تنو جسدونه او ۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.

اخوا بیا ننګرهار کې د سیمه‌ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر اطلاعات روز ته وویل چې دې روغتون ته د بېګانۍ هوایي ډزو له امله ټپي شوي ۱۴ تنه چې درې په کې مېرمنې دي، وروړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه