جلال‌اباد ښار کې له لویو لارو د موانع لرې‌کولو کمپاین؛ «نور د بریدونو وېره نشته»

اطلاعات روز: د ښار له ډیرو برخو هغه کانکریټي دیوالونه لرې کیږي، چې د طالبانو د بریدونو له ویرې پرې جوړ شوي وو، سملاسي ښکاري چې نور په دې ښار کې د بریدونو ویره نشته او خلک عادي ژوند ته په ګرځیدو دي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال یحیی غفورزي نن (پنجشنبه، ۱۱ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ښار په ټولو هغه سیمو کې یې له سړکونو او کوڅو د «امنیتي کانکریټي دېوالونو» د لرې کولو کمپاین پیل کړی، چې له کلونو راهیسې یې د ولسي خلکو د تګ راتګ مخه تړلې وه.

د نوموړي په خبره د یادو لارو په پرانیستل کیدو سره به نه یوازې ښاري نظم رامنځته شي، بلکې خلک به وکولای شي پر وخت ورځنۍ چارې ترسره کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال یحیی غفورزي زیاته کړه: «د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په ټولو برخو کې د زورواکو او پخوانیو چارواکو د کورونو او میلمستونونو له مخې د موانع د لرې کولو کمپاین پیل شوی او دا کمپاین به دوام ولري. زمونږ تمه ده چې په دې سره به له یوې خوا ښاري نظم رامنځته او له بلې خوا به خلکو ته هم یوه لویه اسانتیا رامنځته شي چې وکولای شي ورځنۍ چارې ترسره کړي.»

جلال اباد ښاریان هم د ښاروالۍ له لوري د پخوانیو چارواکو او ځنیو زورواکو د کورونو له مخې د کانګریټي دیوالو لرې کیدو اقدام ستاینه کوي او وایي، چې دغه چاره یې په زړونو کې د تل پاتې سولې او امنیت هیلې راژوندۍ کړي دي.

شفیع الله د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د یادو لارو د بندښت له امله عام وګړي له سختو ستونزو سره مخ و، خو اوس د لارو په خلاصیدو خوښ دی.

شفیع الله زیاته کړه: «پخوا به چې کله مونږ د ځینو چارواکو له کورونو تیریدو نو ډیرې ستونزې وې تلاشي به یې کوله او هسې به یې ستونزې پیدا کولې او بله خبره دا چې ښاري نظم برخه کې یې هم ستونزې پیدا کړې وې، خو اوس چې دا موانع لرې شوې ښارې ستونزې کمې شوي او خلک کولای شي په وخت د ژوند چارې ترسره کړي او ټول کارونه مو په وخت سر ته رسولی شو، هیله ده نور اصلاحات هم رامنځته شي.»

ګل حبیب بیا د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی دی هغه ټینګار کوي چې د ښاروالۍ له لوري دې د ښاري نظم موخه هسې ګړندۍ او په دې برخه کې د لا جدي اصلاحات رامنځته شي.

ګل حبیب زیاتوي: «زمونږ د ټولو خلکو هیله دا ده چې باید ښاروالۍ د ښاري نظم په موخه چارې لا ګړندۍ کړي او هغه ستونزې چې لامل د ستونزو کیږي باید د حل لارې چارې ورته ولټوي، چې تر څو خلک وکولای شی د خوندیتوب احساس وکړي او دا ډول کړې به وکولای شي د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکې قوي کړي.»

ښار کې حالت عادي کیدو ته لاره جوړیږي چاودنې، غلاوې او نورې اندیښنې هم ختمې شوي.

تر ډیره حکومتي مامورین دندو ته ګرځیدلي او ولایتي ادارې هم له خلکو غوښتي چې پرته له ویرې دې د ژوند عادي چارې پیل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه