پاکستان ته د وسلو او مهماتو قاچاق؛ قومي مشران یې له طالبانو د مخنیوي غوښتنه کوي

خبریال: جان‌اغا صالح

د ننګرهار قومي مشران له طالب چارواکو پاکستان ته د وسلو او مهماتو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي.

 که څه هم قومي مشران وایي، چې زغرده یي له هیواده پاکستان ته د وسلو قاچاق نه دی لیدلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کیږي، چې ګواکې د پخواني حکومت له ړنګیدو وروسته د تورخم او نورو لارو له افغانستان سپکې او درنې وسلې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

قومي مشر او د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي جاوید زمان نن (سه شنبه۲ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا هیڅ وخت ولس ته د منلو وړ نه دی، چې د ملي پوځ وسلې او مهمات یې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شي.

نوموړي له طالب چارواکو وغوښتل چې د راتلونکي نظام په جوړښت کې ټولو افغانانو ته یو شان ونډه ورکړي.

جاوید زمان زیاته کړه: «پخوانی نظام ړنګ شو او طالبان واک ته ورسیدل نو اوس شته حکومت ته په کار ده، چې ملي بنستونو ته ځای ورکړي او د هیواد په جوړولو کې لاس په کار شي او همدارنګه که د پخواني حکومت وسلې او مهمات نورو هیوادونو په خاص ډول پاکستان ته قاچاق شوي دا هیڅ وخت ولس ته د منلو وړ خبره نه ده او زمونږ له حکومت غوښتنه ده چې باید د دې کار مخنیوی وکړي که چیرې څو وسلې پاکستان ته قاچاق کوي او د دې کار مخنیوی ډیر مهم دی.»

قومي مشر او د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني غړي جاوید زمان اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دا هیڅ وخت ولس ته د منلو وړ نه دی، چې د ملي پوځ وسلې او مهمات یې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق شي.

په ورته مهال د پخواني جهادي قومندان مولوي خالص زوی انوارالحق مجاهد چې نن سې شنبه یې ننګرهار کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله نرم شوی او د راتونکي نظام په جوړښت کې به ټولو افغانانو ته پوره ونډه ورکړل شي.

مولوي انوار الحق مجاهد زیاته کړه: «د پخوا په پرتله اوسمهال د اسلامي امارات دریځ نرم شوی او په راتلونکي نظام کې به ټولو افغانانو ته پوره ونډه ورکول کیږي او همدا شان به تر ډیره د هیواد اقتصاد او نورو بنسټیزو پروژو او اړینو کارونو ته پام کیږي او همدارنګه به په راتلونکې نظام کې د هر افغان حق مالوم وي او پر هیچا به ظلم او زیاتی نه کیږي او دې هیواد ته به ټول په شریکه سره کار وکړو.»

په همدې حال کې ولسي هم له شته حکومت غوښتنه کوي، چې د نظام په جوړښت کې دې ملي بنسټونو، خلکو ته د کاري زمینې برابریدو او د امنیت خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

احسان الله د ننګرهار اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که نوی حکومت جوړیږي نو پخوانۍ اردو، پولیس او نور امنیتي ځواکونه دې بیرته په نظام کې شامل شي.

احسان الله زیاته کړه: «مونږ له شته حکومت غوښتنه کوو، چې ژر دې خپل داسې نظام رامنځته کړي چې ټول خلک په کې خوندي وي او خلک په کې د ارام ساه واخلي، حکومت ته په کار ده چې خلکو ته دکار پیدا کولو او همدارنګه په نورو بنیادي پرژو په برخه کې داسې ډول پروژې پلې کړي چې خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي او هم دې هیواد ته په هره برخه کې خدمت وشي، چې د نورو له احتیاج خلاص شو.»

د پخواني جهادي قومندان مولوي خالص زوی انوارالحق مجاهد چې نن سې شنبه یې ننګرهار کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، چې د طالبانو دریځ د پخوا په پرتله نرم شوی او د راتونکي نظام په جوړښت کې به ټولو افغانانو ته پوره ونډه ورکړل شي.

په ورته مهال یوې امریکایي مجلې خبر ورکړی چې طالبان به د افغانستان د حکومت تشکیل ۱۲ کسیزې شورا ته وسپاري، چې په کې به د پخواني دولت ځینو غړو ته به وزارتونه هم ورکړل شي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې شورا کې به ملاعبدالغني برادر، ملا محمد یعقوب، د حقاني شبکې غړی خلیل حقاني او د طالبانو نور لوړپوړي غړي ګډون ولري.

لس ورځې کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، خو لا هم د نوي حکومت پر جوړېدو نه دي توانېدلي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په هېواد کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدو په هڅه کې دي.

له بلې خوا امریکایۍ فارن پالیسي نشریې ویلي، طالبان غواړي چې د افغانستان راتلونکی دولت د یوې ۱۲ کسیزې شورا له خوا اداره کړي.

فارن پالیسي طالبانو رهبرۍ ته له نږدې سرچینې راپور ورکړی چې د افغانستان راتلونکی دولت به د طالبانو د رهبرانو او د مخکیني انعطاف منونکو ځینو څېرو جوړ یوې دولس کسیزې شورا له خوا اداره کوي.

دې سرچینې ویلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د طالبانو بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر، د طالبانو پخواني رهبر او بنسټ اېښودونکي ملامحمد عمر زوی ملا محمد یعقوب او د حقاني شبکې لوړپوړی غړی خلیل حقاني به په دې ۱۲ کسیزې شورا په ترکیب کې وي.

د فارن پالیسۍ د راپور له مخې، د افغانستان د ادارې لپاره دا سټراټېژي د ولسمشر او ان امیر عنوانونو له کارولو ساتي.

ملا برادر او ملا محمد یعقوب ته نږدې سرچینو فارن پالیسي ته ویلي، د هغوی خوښه ده چې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د حکومت رهبري شورا کې ورګډ کړي، خو د دې رسنۍ د راپور پر بنسټ، دا خبره لرې ښکاري؛ ځکه چې احمد مسعود ته نږدې سرچینو ویلي، نوموړي پرېکړه کړې چې د طالبانو له خوا د پنجشېر له اشغاله مخنیوی وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه