پر افغانستان د طالبانو حاکمیت ۹مه ورځ؛ «د سون او خوراکي توکو بيې بېسارې لوړې شوي»

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي، د طالبانو واک ته د پکتيا ولايت له ورتلو سره هم مهال د نورو ښارونو په څېر په پکتيا کې هم د خواکي او نورو توکو بيې لوړې شوې، چې بېوزله خلک يې د رانيولو توان نه لري.

د ګردېز ښاريان وايي، د زياتره توکو بيې دوه برابره پورته ختلې، چې دې چارې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ګردېز ښار اوسېدونکی نور محمد وايي، پخوا د غوړيو شل لیتره بوشکې بيه ۱۶۰۰ افغانۍ وه، خو له تېرې هفتې راهيسې دوکانداران په خلکو ياده بوشکه په ۲۲۰۰ افغانۍ خرڅوي، د هغه په وينا چې اوړه هم په بېساري ډول لوړ شوي، چې ۴۰۰ يا ۵۰۰ افغانۍ لوړوالی په کې راغلی دی.

هغه وویل: «مونږ دلته چې اوس په بازار کې وینو، چې دوکاندارانو لوی ظلم شروع کړی دی، دوی هغه څه چې پخوا به یې په څو خرڅاوه، اوس یې دوه برابره لوړ خرڅوي، بوره به پخوا په ۳۰۰ من و، خو اوس یې دوکانداران په خلکو په ۴۵۰ افغانۍ خرڅوي، نو هغه خلک چې اقتصادي ستونزې لري له سختو ستونزو سره مخ دي، هیله مو دا ده، چې طالبان باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.»

د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی بادام وزیر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې میاشت وړاندې یې د اوړو یوه بورۍ په ۱۶۰۰ افغانۍ اخېستې وه، خو د هغه په وینا چې نن یې یاده بورۍ اوړه په ۲۲۰۰ افغانۍ واخیسته، نوموړی دې وضعیت سخت اندېښمن کړی او له هټۍ والو غوښتنه کوي، چې د خلکو ستونزو ته په کتو باید په نرخونو کې ټيټ والی راولي.

بادام وزیر داسې وویل: «نن مې د اوړو بورۍ لپاره ۳۵۰۰ افغانۍ له کوره راوړې وې، ما ویل چې دوه بورۍ به پرې واخلم، خو کله مې چې اوړه بیه کړه، نو په ټولو دوکانونو کې په ۲۲۰۰ افغانۍ و، اوس مجبور شوم، چې فقت یوه بورۍ واخلم، زما ګیله له سوداګرو او دوکاندارانو دا ده، چې وضعیت خو دومره هم نه دی خراب، چې تاسو په خلکو هر څه لوړ خرڅوئ.»

د ګردېز ښاريان وايي، د زياتره توکو بيې دوه برابره پورته ختلې، چې دې چارې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د خوراکي او نورو توکو د بیو مخ په لوړېدو او د دې وضعیت د کنټرول په برخه کې بیا قومي مشر حاجي خیال محمد د طالبانو رول مهم بولي او وايي، که هغوی په هټۍ والو او نورو سوداګرو فشار راوړي، نو د روانې قیمتي مخه نیول کېدای شي.

ښاغلي خیال محمد وویل: «طالبان اوس په یو امتحان کې دي، دوی باید د نورو برخو ترڅنګ د خلکو دې ستونزې ته هم جدي پام وکړي، ځکه خلک بېوزله دي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوکانداران د همکارۍ په ځای ورباندې نوره سختۍ هم راوستې ده، نو هیله مو ترې دا ده، چې یو کمیسیون ورته جوړ کړي او د هرڅه لپاره مناسب نرخونه وټاکي.»

په همدې حال کې بيا ټکسي چلوونکی شاه زمان هم دې وضعیت ته اندیښمن ده، هغه وويل، چې مياشت وړاندې يې يو لیتر پټرول په ۳۶ افغانۍ اچول، خو اوس ورباندې يو لیتر په ۷۰ افغانۍ خرڅول کيږي، چې د نوموړي په وينا موټر يې په ټوله ورځ کې د تېلو خرچه هم نشي بچت کولی.

هغه وايي: «مونږ ټوله ورځ چې په ښار کې ټکسي وچلو، نو د تېلو خرڅ هم نه شو، پوره کولی، پخوا به مو ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ افغانۍ بچت کاوه، خو اوس چې ډېر کار وکړو، نو د سبزي روپۍ هم نشو برابرولی، کرایه پخوا تېرې ښارګوټي ته په ۱۰ افغانۍ وه، اوس مونږ ترې له هر نفره ۱۵ یا ۲۰ افغانۍ اخلکو دا هرڅه د تېلو بیو لوړېدو له امله دي.»

د خوراکي او نورو توکو د بیو مخ په لوړېدو او د دې وضعیت د کنټرول په برخه کې بیا قومي مشر حاجي خیال محمد د طالبانو رول مهم بولي او وايي، که هغوی په هټۍ والو او نورو سوداګرو فشار راوړي، نو د روانې قیمتي مخه نیول کېدای شي.

په ګردېز ښار کې بيا هټۍ وال مالک ظفر د بيو لوړېدو لوی لامل د لارو تړل کېدل بولي او وايي، ملي سوداګرو به چې پخوا له کومو هيوادونو  سره سوداګريزې اړيکې درلودې د روان سياسي او امنيتي وضعيت له امله ورباندې سوداګريز بندرونه تړل شوي دي.

نوموړی وايي: «په رښتیا هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو په دې کې مونږ دوکانداران هم نه یو ملامت، ځکه کوم توکي چې مونږ له لویو مغازو راوړو، هلته هم بیې لوړې وي، بیا مونږ هم د یو څه ګټې لپاره توکي په لوړه بیه خرڅو، که ملي سوداګر توکي په مونږ ارزانه خرڅ کړي، مونږ یې بیا په خلکو په ټیټه بیه خرڅوو.»

په ورته مهال بيا د ګردېز ښاروالۍ مرستيال امېدګل صابري د لوړو بيو د ژر بيرته ټيټېدو ډاډ ورکوي، هغه وايي، د خوراکي او نورو توکو د بيو کنټرول لپاره يې پلان جوړ کړی، چې وکولی شي، تر څو په لنډه موده کې روان وضعیت بيرته عادي حالت ته را وګرځوي.

ښاغلي صابري په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «بیې لوړې شوې، د خلکو شکایتونه هم مخ په ډېرېدو دي، ولې د دې د کنټرول لپاره مونږ پرون هم د اسلامي امارت له مسوولینو سره ګډه ناسته درلوده، پریکړه په دې وشوه، چې د ښار ټولو هټۍ والو ته به خبر ورکول کیږي، چې له ټاکل نرخ څخه هیڅوک حق نه لري، چې د توکو بیې په لوړه بیه په خلکو وپلوري، انشاالله دا وضعیت به نږدې وخت کې بیرته د سمون لوري ته لاړ شي.»

په ګردېز ښار کې بيا هټۍ وال مالک ظفر د بيو لوړېدو لوی لامل د لارو تړل کېدل بولي او وايي، ملي سوداګرو به چې پخوا له کومو هيوادونو  سره سوداګريزې اړيکې درلودې د روان سياسي او امنيتي وضعيت له امله ورباندې سوداګريز بندرونه تړل شوي دي.

د پکتیا سربېره د سویل ختیځ زون په خوست، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې هم خلک د خوراکي او نورو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او د اسلامي امارت له ډلې غوښتنه کوي، چې په سوداګرو او هټۍ والو فشار راوړي، تر څو خلک له اوسني اقتصادي ستونزو سره نور مخ نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي سوداګرو او هټۍ والو د امنيتي او سياسي کړکيچ له امله له بهره د توکو راوړل د پام وړ راکم کړي دي‌، خو طالبانو ویلي، چې له ګاونډیو هیوادونو، چین،ایران، تاجکستان، هندوستان، پاکستان او نورو سره به په دوستانه ډول خپلې اقتصادي اړیکې دوامداره ساتي او د لا تقوې لپاره به کوټلي ګامونه واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه