طالبانو کونړ او پکتیکا ولایتونه هم ونیول

اطلاعات روز: د کونړ ولایتي شورا یو غړی تاییدوي چې طالبان د کونړ مرکز اسداباد ته ننوتي او دغه ښار یې خپله ولکه کې راوستی دی.

د کونړ د ولایتي شورا غړي شیرزمین نن (شنبه، ۲۳ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړه چې وسله وال طالبان نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کونړ مرکز اسداباد ته داخل شوي او د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ ودانۍ او یو شمیر مهمې دولتي ودانۍ په خپل کنترول کې راوستې دي.

هغه وایي، ټول دولتي چارواکي له کونړه نورو خوندي سیمو ته وتلي او ځینو ځایونو کې جګړه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دوام لري.

شیرزمین زیاته کړه: «نن ماسپښین درې بجې وسله والو طالبانو د کونړ مرکز ته داخل شوي، د ولایت مقام امنیه قومندانۍ او نورې دولتي ودانۍ وسله والو طالبانو نیولي او جګړه دوام لري.»

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د کونړ مرکز په نیولو، دولتي ځواکونو وسله پر ځمکه ایښې او دوی ته ورغلي دي.

اخوا طالبان وایي، چې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه یې هم خپله ولکه کې راوستې ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغې ډلې یاد ښار کې د ولایت مقام، امنیه قومنداني، داستخباراتو مرکز او ټول ملحقات په خپل کنټرول کې راوستي دي.

پکتیکا کې ځایي خبریالان هم وایي چې د پکتیکا ښرنې ښار طالبانو نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې طالبانو ډلې په خپلو پیل کړیو عملیاتو کې ګڼ ولایتونه ونیول او لا هم دغه ډله په دې هڅه کې ده چې نور ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه