د لوګر د برښنایي پېژندپاڼې اداره کې ګڼه‌ګوڼه؛ « د برښنايي پېژندپاڼو د ویش پروسه دې چټکه شي»

خبریال: حبیب الله سراب

د هیواد د نورو ولایتونو په څېر په لوګر کې هم د برښنايي پېژندپاڼو د ویش لړۍ پیل شوې، چې د یاد ولایت د احصايي او مالوماتو ریاست د مسوولینو په وینا چې تر دې دمه ۴۰ زره کسانو ته یادې برښنايي پېژندپاڼې ویشل شوې دي، خو له دې پروسې بیا د لوګر ولایت اوسېدونکي خوښ نه دي او وايي، د ویش همدا پروسه په ځنډ او پیکه ډول مخ ته روانه ده.

د مرکز پل عالم اوسېدونکی باز محمد وايي، له بایومټریک کولو یې میاشت پوره کیږي، خو د هغه په وینا چې لایې هم برښنايي پېژندپاڼه نه دی ترلاسه کړې، نوموړي زیاتوي، چې د ویش مرکز ته په بار بار راتګ سره د دې مرکز کارمندان ورته بېلابېلې بهانې کوي.

نوموړی وايي: «زه شاوخوا ۲۹ ورځې وړاندې راغلم او بایومټریک مې وکړ، خو دا دی میاشت پوره کیږي، چې ماته تر اوسه تذکره نه دی راکړل شوې او دلته وايي، چې ستاسو تذکره له مرکز څخه نه دی راغلې، نو په دې پروسه کې ځنډ لویه ستونزه بلل کیږي.»

د لوګر ولایت یو بل تن اوسېدونکی خان ولي بهرام زوی اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د کورنۍ د ۱۴ غړو یې فورمې د برښنايي پېژندپاڼو مرکز ته سپارلې، خو هغو د ۲۲ ورځو په تېرېدو لاهم د بایومټریک لپاره بلنه نه دی ورکړې، نوموړې د دې مهمې پروسې د چټکتیا او په کې د شفافیت غوښتنه کوي.

هغه وايي: «زه او طما د کورنۍ څو غړو خپلې فورمې ډکې کړې، درې ځلې زه د بایومټریک لپاره راغلی یم، خو هر ځلې یې راته ویلي، چې مونږ درته زنګ کوو، له شلو ډېرې ورځې ووتې، نه زنګ راځي او نه هم مابایومټریک وکړ، زمونږ غوښتنه دا دی، چې دې ستونزو ته باید د تل لپاره حل لاره ولټول شي، ځکه زیاتره خلک اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولی، چې له لرې سیمو دوی ته تګ راتګ وکړي.»

د مرکز پل عالم اوسېدونکی باز محمد وايي، له بایومټریک کولو یې میاشت پوره کیږي، خو د هغه په وینا چې لایې هم برښنايي پېژندپاڼه نه دی ترلاسه کړې، نوموړي زیاتوي، چې د ویش مرکز ته په بار بار راتګ سره د دې مرکز کارمندان ورته بېلابېلې بهانې کوي.

نویدالله د خوښۍ ولسوالۍ هغه اوسېدونکی دی، چې په دې مرکز کې د اړیکو له پاللو شکایت کوي او وايي، هغو کسانو ته د کار ژر خلاصېدو اولیت ورکول کیږي، چې کارمندان یې ورسره اړیکه ولري، نوموړی وايي، د لوګر اوسېدونکي چمتو دي، چې خپلو ځانونو او کورنیو ته یادې پېژندپاڼې واخلي، خو د هغه په وینا چې د دې مرکز هغو ستونزو ته باید رسېده ګي وشي، چې د ویش په پروسه کې ځنډ رامنځته کوي.

نویدالله په دې اړه له اطلاعات روز سره خپله ستونزه داسې شریکه کړه: «په دې مرکز کې چې د برښنايي پېزندپاڼو لپاره جوړ شوی، دلته که غریب راځي د هغه کار په ورځو، ورځو ځنډیږي، خو یو زورواکی یا کوم بل هغه څوک چې له کارمندانو سره اړیکه ولري، نو د هغوی کار بیا له ځنډ پرته خلاصیږي، نو که د اړیکو پاللو مسله ورڅخه ختمه شي، بیا هم خلک دې ته زړه ښه کوي، چې راشي او تذکرې تر لاسه کړي.»

د لوګر ولایت اوسېدونکی او مدني فعال عادل مومند له ولایتي چارواکو او د احصايي او مالوماتو د مرکز له مسوولینو غوښتنه کوي، چې په لوګر کې د برښنايي پېژندپاڼو مرکزونه نور هم زیات کړي، تر څو د دې ولایت ټول اوسېدونکي په اسانه او له اوږدې مودې او ستونزو پرته یادې پېژندپاڼې واخلي.

ښاغلي مومند وویل: «دغه خلک چې کوم شکایت کوي، چې کار یې ځنډيږي یا یې بایومټریک په وخت نه ترسره کیږي، زه خو یې د مرکزونو کموالی بولم، نو یو مرکز چېرې د ټول لوګر خلکو لپاره بسنه کوي، زمونږ غوښتنه د لوګر له ولایتي چارواکو او په مرکز کابل کې د دې ادارې له مسوولینو څخه دا دی، چې دلته په لوګر کې یو دوه مرکزونه نور هم فعاله کړي، تر څو خلک په اسانۍ سره تذکرې واخلي.»

هغه اوسېدونکی دی، چې په دې مرکز کې د اړیکو له پاللو شکایت کوي او وايي، هغو کسانو ته د کار ژر خلاصېدو اولیت ورکول کیږي، چې کارمندان یې ورسره اړیکه ولري.

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت د احصايي او مالوماتو د ملي ادارې مسوولین د ځڼډ ستونزه مني، خو دا د ټول هیواد په کچه مسله یادوي، د یادې ادارې مشر احمدجاوېد سلېمانخېل وايي، په ټول لوګر کې د برښنايي پېژندپاڼو لپاره د یو مرکز شتون د یادو ستونزو لامل یادوي او زیاتوي، چې د نورو مرکزونو له فعالېدو سره سم په دې برخه کې د مراجعینو شکایتونو ته په وخت رسیده ګي کېدل شي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې دوی له مرکزي ادارې په دې اړه غوښتنه کړې، تر څو په لوګر ولایت کې د نورو مرکزونو لپاره هم تشکیل او امکانات ورکړل شي.

ښاغلی سلېمانخېل داسې وايي: «تر اوسه د برښنايي پېژندپاڼو پروسه ښه روانه ده، خو مشکل دا دی، چې مونږ د ټول لوګر لپاره فقت یو مرکز لرو، چې په هغه کې هم د کارمندانو شمېر کم دی، که مرکزونه یو څو نورو هم فعال شي او پرسونل او نور امکانات راکړل شي، نو بیا به هیڅ ستونزه مخې ته رانه شي، دغه غوښتنه مو کړې ده.»

په لوګر ولایت کې د برښنايي پېژندپاڼو د ویش مرکز مدیر نعمان احمدزي وویل، چې زیاتره وخت د کار ځنډ د انټرنیټي ستونزو له امله رامنځته کیږي، هغه وايي، که یې کارمندان له یادو ستونزو سره مخ نه شي، نو دوی په ورځ کې د ۳۰۰ او ۳۵۰ کسانو پورې بایومټریک ترسره کوي.

نوموړي په دې اړه وویل: «مونږ په دې مرکز کې ۳۵ کسان کار کوو، د مراجعینو نیوکه په دې نه ده، چې خدای مه کړه، دلته په مرکز کې کارمندان نه وي یا وسایل کم دي، مشکل زیاتره وخت د انټرنېټ له امله رامنځته کیږي، دلته چې انټرنېټ کمزوری شي، نو مونږ بیا نه شو کولی، چې بایومټریک وکړو، خو که دا ستونزه نه وي، نو په ورځ کې مونږ تر ۳۵۰ کسان بایومټریک کولی شو.»

د لوګر ولایت د احصايي او مالوماتو د ملي ادارې مسوولین د ځڼډ ستونزه مني، خو دا د ټول هیواد په کچه مسله یادوي

په لوګر ولایت کې د یاد مرکز له پرانېستل کېدو وروسته تر دې دمه د افلاین ثبت نام ۶۰ زره پېژندپاڼې تر چاپ استولې، چې له دې جملې یې ۴۰ زره کسان له یادو برښنايي پېژندپاڼو برخمن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه