ننګرهار کې د ۱۳نیم ټنه نشه‌یي توکو سوزول او په تړاو یې له دوه سوو ډېرو کسانو نیول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د پولیسو له لوري نیول شوي ۱۳ نیم ټنه نشه یي توکي په عام محضر کې وسوځول شول.

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې پولیسو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې په تیرو دریو کلونو کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال نیول شوي ۱۳ نیم ټنه نشه یي توکي نن (چهارشنبه، ۲۱ د زمري) د جلال اباد ښار اړوند «سرخ دیوال» سیمه کې وسوزول.

ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې امر محمد احسان احسان وایي، پولیسو یې د یادو نیول شویو نشه یي توکو د قاچاق، پیر او پلور په تور له دوه سوو ډیر کسان نیولي دي.

احسان زیاته کړه: «پولیس توانیدلي دي چې په تیرو درییو کلونو کې په جلال اباد ښار او نورو مختلفو ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال ۱۳ نیم ټنه بیلابیل ډوله نشه یي توکي ونیسي، چې په کې هيرويين، متاميتامين، تارياک، چرس، بنګ خشخاش، الکولي مشروبات، کيمياوي مواد او نور بیلابیل ډوله نشه یي توکي شامل دي چې نن په عام محضر کې وسوځول شول او لا به د نشه یي توکو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوو او مخنیوی به یې کوو.»

 نوموړی وایي، ننګرهار کې یې د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه یې مبارزې ګړندۍ کړي او همدا سږکال یې دې ولایت کې د کوکنارو کرکیله صفر ته راښکته کړې ده.

د هغه په خبره نشه يي توکو ته د اسانه لاسرسي د مخنیوی لپاره یې ځینې اقدامات هم کړي دي.

احسان زیاته کړه: «په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې مو د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره اقدامات هم کړي او په دې برخه کې لا جدي کار کوو او لګیا یو، همدا سږکال په څلورو ولسوالیو کې پنځه جریبه کوکنار کرل شوي وو، چې مونږ واړول او دې سره ننګرهار کې د کوکنارو کرکیله صفر ته راکمه شوې ده.»

ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې امر محمد احسان احسان وایي، پولیسو یې د یادو نیول شویو نشه یي توکو د قاچاق، پیر او پلور په تور له دوه سوو ډیر کسان نیولي دي.

ننګرهار کې د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د ګړندیتوب سره سره هم په دې ولایت کې په پراخه پيمانه نشه یي توکي پلورل کېږي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکي نورګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د لغمان هډې ته څیرمه، توپ غونډۍ، چپرهار هډه او د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند کمپونو سیمه کې د ځينو کسانو له لوري په ښکاره ډول نشه یي توکي پر روږدو کسانو پلورل کیږي خو څوک یې مخنیوی نه کوي.

ښاریان وایي، زیاتره نشه یي توکي د ښاریانو له لوري پلورل کیږي.

نورګل  زیاته کړه: «مونږ وینو چې په رڼا ورځ د ځینو کسانو له لوري د ښار په مختلفو ځایونو کې پر نشه یي توکو اخته کسانو چرس، شیشه، پوډر او ګڼ نور نشه یي توکي خرڅیږي خو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي له حکومت غوښتنه کوو چې په دې برخه کې باید جدي اقدامات وکړي او مخنیوی یې وکړي.»

که څه هم چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې یې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې، خو ولسي خلک اندیښنه لري او وایي، که امنیتي ادارې د نشه یي توکو کارخونې او د یادې برخې قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورنه کړي د ټولنې زیاته برخه ځوانان به پر نشه‌یي توکو اخته شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه