ننګرهار کې د زېږون پر مهال د مېرمنو مړینې کچه کمه شوې

خبریال: جان‌اغا صالح

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د پخوا په پرتله د زېږون پرمهال د میرمنو د مړینې کچه راکمه شوې ده.

دغه چارواکي وایي، په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د میرمنو لپاره په روغتیایي برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابریدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د مور او ماشوم لپاره ځانګړې خونې فعالې شوي، چې په کې میرمنو ته د عامه پوهاوي سربیره روغتیايي خدمات هم وړاندې کیږي.

نوموړی وایي، له همدې امله د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د زیږون پرمهال د میرمنو د مړینې کچه راکمه شوې ده.

ډاکتر ظاهر عادل زیاته کړه: «د ننګرهار په ټولو روغتیایي مرکزونو کې میرمنو لپاره ځانګړي خدمات شته او په ټولو مرکزونو کې د مور او ماشوم لپآره ځانګړې خونې هم جوړې شوي چې په کې میرمنو ته عامه پوهای ورکول کیږي او همدارنګه روغتیایي خدمات هم وړاندې کیږي. له همدې امله اوسمهال د پخوا په پرتله دې ولایت کې د میرمنو د زیږون پرمهال د میړنې کچه کمه شوې ده.»

دغه چارواکي وایي، په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د میرمنو لپاره په روغتیایي برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابریدو خبر ورکوي.

بل لور ته د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مسوولین وایي، د روغتیایي اسانتیاوو د کموالي له امله ګڼ شمیر میرمنې د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ننګرهار د ښځو چارو رییسې فتانه عزیز اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې میرمنې د ناامنیو له امله روغتیایي اسانیتاوو ته لازم لاسرسی نه لري.

د نوموړې په وینا روغتیایي اسانتیاوو ته د میرمنو د نه لاسرسي له امله ګڼ شمیر میرمنې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

فتانه عزیز وایي، لرې پرتو سیمو کې میرمنو ته د روغتیایي اسانتیاوو د برابریدو په برخه کې یې یاده ستونزه په څو ځلي له روغتیایي چارواکو سره شریکه کړې، خو د خپل په برخه کې یې د پام وړ اقدام نه دی شوی.

د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز زیاتوي: «د ننګرهار په یو شمیر لرې پرتو ولسوالیو کې جګړې د دې لامل شوي، چې میرمنې په خپل وخت روغتیایي مراکزو ته لاسرسی ونه لري او همدا لامل دی چې زیاتره میرمنې د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا یوه لویه ستونزه ده، د ښځو چارو ریاست د استونزې له روغتیایي مسوولینو سره شریکې کړي، خو د پام وړ کار نه دی شوی.»

فتانه عزیز وایي، لرې پرتو سیمو کې میرمنو ته د روغتیایي اسانتیاوو د برابریدو په برخه کې یې یاده ستونزه په څو ځلي له روغتیایي چارواکو سره شریکه کړې، خو د خپل په برخه کې یې د پام وړ اقدام نه دی شوی.

 په همدې حال کې یو شمیر ښځینه فعالانې هم په دې ولایت کې میرمنو ته په روغتیایي برخه کې د لازمو اسانتیاو له کموالي شکایت کوي.

ښځینه فعالې وګمې بارکزۍ اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې پر ورغتیایي چارواکو نیوکه وکړه، چې فعالیتونه یي یوازې په جلال اباد ښار او مرکز ته په نیږدې ولسوالیو کې دي، خو د لرې پرتو سیمو میرمنې بیا له روغتیایي خدماتو بې برخې دي.

ښځينه فعاله وګمه بارکزۍ زیاتوي: «په ننګرهار کې میرمنې په روغتیایي برخه له زیاتو ستونزو سره مخ دي، که خدمات وي نو یوازې په جلال اباد ښار کې دي اولرې پرتې ولسوالۍ تر بې برخې دي، مونږ له روغتیایي مسوولینو غوښتنه کوو چې دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي او میرمنوته دې په روغتیایي برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

روغتیایي چارواکي داسې مهال د زیږون په وخت کې د میرمنو د مړینې د کچې د کموالي خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په یو شمیر سیمو کې د روغتیایي اسانتیاوو له کموالي سره سره په ناامنه سیمو کې ګڼ شمیر میرمنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه