وضعیت عادي نه دی، ټول منسوبین باید لومړني امنیتي مسایل پام کې ونیسي

امرالله صالح:

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، پرون د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند یوې چاودنه کې درې ورونه چې ټول نظامیان ول، وژل شوي دي.

ښاغلي صالح نن (یکشنبه، ۲ لیندۍ) پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې ورونو نومونه خلیل‌الله احمدزی، خان‌الله احمدزی او صفی‌الله احمدزی یاد او ویلی یې دي، چې دغه کسان د دوی پر لیږدوونکي موټر پسې نښل شوي ماین چاودنې وژلي.

صالح ویلي، دغو ورونو هر ورځ په یو موټر کې او له یوې لارې تګ راتګ کاوه. هغه له ټولو دولتي منسوبینو غوښتي، چې په خپله دې لومړني امنیتي مسایل پام کې ونیسي: «بیا هم له ټولو دولتي منسوبینو غوښتل کیږي، چې وضعیت درک کړي او پوه دې شي چې حالت عادي نه دی او په خپله دې لومړني امنیتي مسایل پام کې ونیسي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې له دې «نوي» حالته د وتو لپاره ویښتابه او ټولیزې همکارۍ ته اړتیا ده او مخنیوی یې د ټولو لارو بدلون غواړي.

د تېرې ورځې په سهار د کابل پولیسو وویل، چې د کابل ښار دولسمې ناحيې اړوند احمد شاه بابا مېنې سیمه کې یو رنجر موټر د چسپکي ماین موخه ګرځېدلی. د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي و، په دې چاودنه کې یو نظامي وژل شوی او درې نور نظامیان ټپي شوي دي.

 له بلې خوا، امرالله صالح ویلي، پرون پر کابل ښار توغندیزو بریدونو کې، ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپيان دي. له دې وړاندې کورنیو چارو وزارت په دې بریدونو کې د اتو وژل شویو او ۳۱ تپيانو راپور ورکړی و.

صالح ویلي، له هغو وسلو چې په دې بریدونو کې ترې ګټنه شوې، د شمالي په کلیو کې پیدا کیږي. هغه ټینګار کړی چې د ګاونډ ولایتونو ادارو سره په همغږۍ به د دې وسلو د لېږد شبکې وپېژني.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه