د پکتیکا دریو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات؛ «لسګونه طالبانو ته مرګژوبله اووښتې»

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت په دریو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو خلاف افغان ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي دي او مرګ – ژوبله یې وراړولې ده.

د پکتیکا والي یاسین خان یو خبري کنفرانس کې وویل، چې له تېرې ورځې راهیسې (دوشنبه، ۱۸ د زمري) افغان ګډو ځواکونو د پکتیکا ولایت په دریو ولسوالیو یحیی خېل، سروبي او مټاخان کې د وسله والو طالبانو د خپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي، چې لاهم دوام لري.

د پکتیکا والي دغه راز وویل، چې افغان ګډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ تر دې دمه لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ، ژوبله اړولې ده.

هغه زیاته کړه، چې تر دې دمه د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ځینو بهرنیو جنګیالیو په ګډون ۶۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور په کې ټپیان دي.

نوموړی وايي: «مونږ له تېرې ورځې راهیسې د ټولو امنیتي ارګانونو په همغږۍ او شتون سره د پکتیکا په دریو ولسوالیو کې د مخالفینو خلاف عملیات پیل کړي، چې خوشبختانه تر اوسه افغان ځواکونو د دې عملیاتو پرمهال په مټاخان ولسوالۍ کې ۱۷ تنه مخالفین وژلي  او همدارنګه په یحیی خېلو کې ۴۳ وژل شوي او ۶ ټپیان دي.»

د یاسین خان په خبره، چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د وسله والو طالبانو د ځینو مهمو قومندانانو په ګډون د مټاخان او یحیی خېلو ولسوالیو تش په نوم ولسوالان هم وژل شوي دي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې تر دې دمه افغان ځواکونو ته ځینې سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلې دي.

د پکتیکا والي یاسین خان : «زمونږ زړورو ځواکونو په مټاخان کې د مخالفینو تش په نوم ولسوال صدیقي فقیر او په مټاخان کې د یادې ولسوالۍ تش په نوم ولسوال فرید مسلمیار هم وژلي دي، د دې سربېره افغان ځواکونو ته ګڼ موټرسایکلونه او وسلې هم لاسته ورغلې دي.»

هغه وايي، پیل شوي عملیات به تر هغو دوام وکړي، تر څو د یادو دریو ولسوالیو ټولې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې نه وي.

په همدې حال کې بیا په پکتیکا ولایت کې د شپږم کنډک قومندان یعقوب ځدراڼ وویل، افغان ځواکونه په لوړ مرال جګړه کوي، چې د هغه په وینا په دې عملیاتو کې ورته کوم ځاني زیان هم نه دی اوښتی.

ځدراڼ په دې اړه وايي: «مونږ په ډېر لوړ مرال سره د خپلې خاروې او ولس ساتنې لپاره جګړه کوو، سرتیري مخ په وړاندې روان دي او د مخالفینو د ځپلو لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، مونږ مخالفینو ته درانه تلفات اړولي، خوشبختانه چې زمونږ سرتیري تر اوسه ځاني تلفات نه لري.»

وسله والو طالبانو په پکتیکا ولایت کې د پیل شویو عملیاتو او دوی ته د اوښتې مرګ، ژوبلې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، دا عملیات په داسې مهال کې پیلیږي، چې په یادو ولسوالیو کې د روانو نښتو له امله سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې او مرکز ښرنې ته یې پناه وړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه